سیاستخبرونهTOP

مولوي عبدالکبیر: په افغانستان هېڅ وسله واله ډله پټنځایونه نه لري او دا د نړیوالو بې ځایه تبلیغات دي

کابل، د سلواغې ۱۲مه، باختر
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر پکتیا ته د سفر پرمهال یوې ولسي غونډې ته په وینا کې د امنیت شورا وروستی راپور ردوي او وايي، اسلامي امارت په ټوله خاوره بشپړ واک لري او په هېواد کې هېڅ ترهګرې ډلې او پتنځایونه شتون نه لري، دا د نړیوالو بېځایه تبلیغات دي.
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال زیاته کړه اسلامي امارت ټولې نړۍ او هېوادونو سره احسنه ډیپلوماتیکي، سیاسي، اقتصادي او سوداګریزې اړیکې غواړي.
په ورته وخت کې مولوي عبدالکبیر وویل اوسنی نظام ټولشموله دی دا یوازې د پښتنو نه بلکې ټول قومونه پکې برخه لري د اسلامي امارت نظام په اړه د نړیوالو نیوکې بېځایه تبلیغات دي، په اسلامي نظام کې پردیو غلامانو او جاسوسانو ته ځای نشته دی او یوازې رښتیني افغانان پکې ځای لري.
هغه زیاته کړه، د اسلامي امارت په راتګ سره کرنې، اقتصاد، بیارغونې او آبادۍ په برخو کې ډېر کارونه شوي او په یادو برخو کې پلانونه شتون لري چې لویې پروژې عملي کړي.
په همدې حال کې د دغې ولسي غونډې پرمهال د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت سرپرست شیخ محمد خالد حنفي وویل، چې په هرې انجلۍ او ښځې ایجاب فرض دی، دا د اسلام حکم دی او د افغاني کلتور یوه لویه برخه ده، دا اصول به په تدریجي ډول ټولو باندې عملي کېږي او په دې برخه کې اسلامي امارت د هېچا بندیزونه او نیوکې نه مني.
هغه زیاته کړې ښځې په میراث کې حق لري، انجونې څوک په بدو کې نشي ورکولی دا حقوق اسلامي نظام عملي کوي.
نوموړي له خلکو او د اسلامي امارت غړو او مجاهدینو غوښتنه وکړه چې د اوسني نظام ملاتړ وکړي.
هغه وویل د اسلامي امارت غړي او مجاهدین دې د امیرالمومنین هغه حکم عملي کړي چې له مخې يې دوهم واده کول منع کړی دی.
په دغه غونډه کې ولسي خلکو د ریاست الوزرا دې پلاوي څخه په پکتیا ولایت کې د سړکونو، بندونو، کرنې، روغتیا، اقتصاد، بیارغونې او پوهنې په برخو کې د پروژو غوښتنه وکړه. دوی وايي، د مچلغو بند، د ګردېز پټان لویې لارې جوړېدل، ګردېز حلقوي سړک، پټان کې د سوداګریزو توکو لپاره لابراتوار او ګدامونو جوړېدل، ګردېز هوايي میدان بیارغونه او دې ولایت ته د زون په کچه امکانات ورکول يې اساسي غوښتنې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته