خبرونهروغتیا

له کرونا ويروس سره په مبارزه کې د روغتيايي مرکزونو کارونه وڅېړل شول

۲۷- کابل / د مرغومي ٧ مه / باختر
د عامې روغتيا وزير ډاکټر احمدجواد عثماني په يوه آنلاين غونډه کې له کرونا ويروس سره په مبارزه کې د روغتيايي ادارو د مسوولينو کارونه وڅېړل.
د عامې روغتيا وزير له کروناويروس سره په مبارزه کې د سمنګانو او هلمند د عامې روغتيا د رييسانو کاري رپوټونه او د روغتيايي خدمتونو د ښه والي په اړوند د سمنګانو او هلمند د عامې روغتيا د رييسانو کاري رپوټونه واورېدل او لارښوونه يې وکړه چې په دغو ولايتونو کې د کاري ستونزو د لرې کولو په خاطر د اړوندو روغتيايي خدمتونو د تطبيقوونکو موسسو له مسوولينو سره اړيکه ونيسي او د حل لپاره یې جدي او عملي اقدامات وکړي.
ډاکټر عثماني په هېواد کې د کروناويروس د خپرېدو د مخنيوي په خاطر مسوولينو ته لارښوونه وکړه چې په هېواد کې د خلکو له خوا له ماسک څخه د استفادې په خاطر دوهاوونيز کمپاين ترسره کړي او په دې برخه کې د زياتې پوهاوي د ورکولو او د روغتيايي ټکو د رعايتولو په خاطر روزنيز ويډيويي کليپونه برابر او خپاره کړي.
په مرکز کې له کروناويروس سره په مبارزه کې د تخنيکي کمېټو مسوولينو خپل کاري رپوټونه د عامې روغتيا وزير ته وړاندې کړل او د خپلو کاري چارو د ښه والي په خاطر یې خپلې نظريې هم شريکې کړې.
ختم- ج -اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته