ټولنه

په کندز کې زرګونو کورنيو ته د څښاک اوبه برابرې شوې

کابل / د کب ۲۳مه / باختر
په کندز کې په روان کال کې زرګونو کورنۍ د څښاک له روغتيايي اوبو څخه برخمنې شوې دي.
د کندز د کليو د بيارغاونې او پراختيا رييس دوست محمد ريحان باختر آژانس ته وويل چې په روان کال کې د ولسي تړون ملي پروګرام له لارې په کندز ښار او علي آباد ولسوالۍ کې د اوبو رسونې شبکو په جوړولو او د څاګانو په کيندلو سره ۱۰ زره کورنيو ته د څښاک اوبه برابرې شوې.
په همدې حال کې د کندز يوشمېر اوسېدونکي د څښاک اوبو له کمښت سره مخ دي او له دولت څخه غواړي چې د اوبو رسولو شبکو په جوړولو او د څاګانو په کيندلو سره هغوى ته د څښاک اوبه برابرې کړي.
ختم-ج –ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته