سیاست

ډاکتر عبدالله عبدالله : دملي وحدت حکومت دافغانستان دخلکو په خير دى

کابل باختردتلې دمياشتې    ٣
داصلاحاتو اوهمغږۍ  دټيم مشر ډاکتر عبدالله عبدالله نن دخپلو ملاتړو په غونډه کې  خبرې وکړې اوپه ډاګه يې وويل  چې دملي وحدت  حکومت دافغانستان دخلکو  دخير ښيگڼې په خاطر  جوړ شوى دى .
دباخترآژانس دخبرله مخې :  دالومړى ځل دى  چې ډاکتر عبدالله  دسياسي موافقې له لاسليک کولو وروسته دخپلو ملاتړو ترڅنګ څرګنديږي اودافغانستان دراتلوونکي په باره کې خبرې کوي .
ده  دافغانستان دخلکو دجمهوررييس په توګه دډاکتر اشرف غني احمدزي دانتخاب له امله مبارکي وويله او طرحه يې کړه  خلک دې انديښنه ونلري او دملي وحدت حکومت  دافغانستان دخلکو  دخير ښيګڼې په خاطر  جوړشوى دى.
ډاکتر عبدالله عبدالله چې دسياسي موافقې پربنسټ د حکومت داجرائيه رييس په توګه انتخاب شوى دى وويل :  چې دملي وحدت په نظام کې بايد دفساد پرخلاف پراخه مبارزه وشي  اوپه هېواد کې  دپانګه والو دجلبولو لپاره زياتې زمينې برابرې شي  .
ده دغه راز په دغو خبرو کې   دهغو کسانو  يادونه وکړه  چې دجمهوري رياست دنوماندانو په تبليغاتي پروګرامونو کې  ددښمن له  خوا شهيدان شوي دي او هم يې دهېواد دامنيتي ځواکونو هغو منسوبينو  درناوى وکړ چې  دنوماندانو دامنيت دتامينولو په هلو ځلو کې  ددښمن له خوا شهيدان شوي دي.
عبدالله عبدالله دغه راز  وويل چې انتخاباتي کميسيونونه دې بايد اصلاح شي.
دکار پوهانو په باور  عبدالله عبدالله په دغو خبرو کې په ډاګه پيغام ورکړ چې   راتلوونکى نظام يو واحد نظام دى  او دواړو انتخاباتي ډلې به په ګډه دافغانستان دبيا جوړولو او دخلکو دخير ښيگڼې په  خاطر هڅه او هاندوکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته