سیاست

دمشرانوجرګي يوشميرسناتوران دتيلفوني پيغامونوله لارې ګواښل شوي دي

کابل باختردثور دمياشتي٣٠ نيټه :

دمشرانو جرګي يوشمير سناتورانو تيلفوني پيغامونه ترلاسه کړي دي  او ورته ګواښ شوى دى  که چيري  دافغانستان  اودامريکا دمتحده ايالاتو ترمنځ ستراتيژيک  سند دسنامجلس له خواتصويب شي ترور به شي .

دمشرانو جرګي غړى نثاراحمد حارس  ددغه  خبرپه تائيدولو سره باختراژانس   ته وويل په مشرانو جرګه کې يوشميرسناتورانو ته تيلفوني پيغامونه رسيدلي دي  اوګواښ  ورته شوي دي که چيري دمشرانو جرګي غړي دافغانستان او دامريکا ترمنځ داوږد مهالو همکاريو تړون تائيد  اوتصويب کړي ترور به شي .

ده  وويل  چې دافغانستان دمشرانو  جرګه په داسي حال کې چې ددغه شان پيغامونو عاملين  په کلکه غندي وايي  چې دغه شان کواښو  نه دانديښنې وړ نه دي ځکه  تروريستي ډلو په هروخت کې خپل عملونه ښودلي دي .

حارس  زياته کړه  ترکومه ځايه پورې چې معلومات موترلاسه کړل  دغه شان پيغامونه دهيواد دمخابراتي شبکو څخه نه  ،بلکي له بهرنيو شبکو څخه  چې له هيواد څخه بهر فعاليت کوي ليږل شوي دي. .

ده زياته کړه   چې پخوا دافغانستان او امريکا ترمنځ دستراتيژيک تړون په لاسليک  کيدوسره  ځينو هيوادونو له دې جملي څخه ايران اوپاکستان انديښنه څرګنده کړې وه  خو دمشرانو جرګي غړو په وار وار په عمومي  غونډو کې اعلام کړى دى چې ددغه سند دمفادو له مخې دګاونډيو اوپه تيره بيا  دايران اوپاکستان پرخلاف  هيڅ راز پوځي حرکت ونه شي .

ده وويل  موږ هم له ګاونډيو هيوادونو څخه غواړو چې په افغانستان کې دسولې او امنيت دتامينولو  په لاره کې هلې ځلې  وکړي ځکه په افغانستان کې دسولې اوامنيت تامينول  دايران اوپاکستان  په شان د ګاونډيو هيوادونو په ګټه دي .

په همدي حال کې دمشرانو جرګي رييس فضل هادي مسلميار درسنيو په  نامه په يو پيغام کې ويلي دي که  چيري دافغانستان او امريکا دمتحده ايالاتو ترمنځ دستراتيژيک تړون لاسليک دافغانستان دحکومت اوخلکو  په ګټه دي  دافغانستان مشرانو جرګه دهغه ملاتړ کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته