امنیت

نهه تنه وسله وال طالبان په نورستان کې ووژل شول

کابل باختر دسلواغې شلمه :
په نورستان ولايت کې دنويو نښتو په بهيرکې نهه تنه وسله وال طالبان وووژل شول.
دغه جګړې چې تېره شپه د برګ مټال او کامديش د ولسواليو په مربوطاتوکې ونښتې؛ څلور تنه نور وسله وال طالبان ټپيان شول.
لومړۍ جګړه د برګ مټال ولسوالۍ بازار ته څېرمه هغه وخت ونښته چې يوې ډلې وسله والو طالبانو دپوځيانوپه کاروان بريد وکړ .
دنورستان ولايت د امنيې قوماندانۍ يوه مسوول باخترآژانس ته وويل چې په دې نښته کې درې تنه وسله وال طالبان وژل شوي او دوه تنه نور يې ټپيان شوي دي .
ويل کيږي په دې پيښه کې پوځيانو ته زيان نه دى اوښتى .
دويمه جګړه د ډيورنډکرښې ته څېرمه په کامديش ولسوالۍ کې هغه وخت ونښته چې يوې ډلې طالبانو غوښتل د ډيورنډ له کرښې اخواڅخه نورستان ته ننوځي .
يوه اړونده خبرځاى وويل چې په دې نښته کې شپږ تنه وسله وال طالبان ووژل شول او دوه تنه نور يې ټپيان شول .
د را رسيدلو خبرونو له مخې: پوځيانو د دغو دوو جګړو له پاى ته رسيدو وروسته د وسله والو طالبانو څوسپک او درانده جنګي وسايل ترلاسه کړي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته