امنیت

شپږ تنه سيمه ييز پوليسان د ماين په چاودنه کې شهيدان شول

کابل – باختر د زمري دمياشتې ٢٠
دغزني ولايت د اندړو ولسوالۍ په مربوطاتوکې نن دماين دچاودنې له امله شپږ تنه سيمه ييز پوليسان شهيدان او دوه تنه نوريې ټپيان شول.
دغزني د والي ويندوى شفيق ننګ دباختر آژانس خبريال ته وويل: دغه پيښه د اندړو ولسوالۍ په مربوطاتوکې هغه وخت رامنځته شوه چې د سيمه ييزو پوليسو يو قطعه د دغې ولسوالۍ په مربوطاتوکې په يوې امنيتي پوستې د طالبانو د له بريد وروسته دکومکي ځواکونو په توګه د اندړو ولسوالۍ ته استول شوې وه چې د لارې په اوږدوکې د دوى د سپرلۍ موټر په ماين وخوت او د چاودنې له امله يې شپږ تنه سيمه ييز پوليسان شهيدان او دوه تنه نور يې ټپيان شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته