خبرونهاقتصادفرهنګ

د اختر په ورځو کې د بند امیر له بند څخه ۴۰ زرو سیلانیانو کتنه کړې ده

کابل، د چنګاښ٢٣مه، باختر

د لوى اختر په ورځو کې باميان د کورنيو او بهرنيو سيلانيانو د يوې لويې څپې شاهد و، چې د باميانو خلکو او د سيمه ييزو چارواکو د خوښۍ سبب ګرځېدلی دی.

د باميانو د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس مولوي سيف الرحمن محمدي باختر آژانس ته وويل چې د لوی اختر په دريو ورځو کې څه د پاسه ٤٠ زرو سيلانيانو د بند امير له ملي پارک څخه ليدنه وکړه او له اختر وروسته څه د پاسه ١٢ زرو تنو سيلانيانو له دې سيمې ليدنه وکړه.

هغه زياتوي شاوخوا ٤ زره نورو سيلانيانو د باميانو له بودايي ساحو،غلغلې او د ضحاک د لرغونو سيمو ليدنه کړې ده.

محمدي وايي چې دغه راز د دغه ولايت د فولادي درې، بابر درې او نورو سياحتي ځايونو څخه هم زيات شمېر سيلانيانو ليدنه کړې او د هغوى احصائيه په دقيقه توګه نه ده معلومه، ځکه چې هغوى په هېڅ ځاى کې نه دي ثبت شوي.

د باميانو د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس د سيلانيانو د جلبولو او د ګرځندوى د صنعت ودې لپاره د دغه رياست د اقداماتو په اړه وويل چې په باميانو کې ګرځندوى موضوع يوه مهمه او حياتي مسئله ده، د باميانو سيمه ييز چارواکي هڅه کوي چې د سيلانيانو د راجلبولو لپاره جدي کارونه ترسره کړي.

نوموړي د باميانو او دغه ولايت ته د غځېدلو لويو لارو د بشپړ امنيت يادونه وکړه، چې په برياليتوب سره ترسره شوې او هم يې د سيلانيانو لپاره لازمې آسانتياوې برابرې کړې دي.

هغه زياته کړه د اوړي موسم په بامیانو کې د ګرځندوی او تفریح ​​لپاره مناسب ځاى دی، له همدې امله دې ولایت ته د سیلانیانو شمېر ورځ تربلې زیاتېږي، هغه هیله څرګنده کړه چې بامیان به په راتلونکي کې د نړۍ پر یو مهم سیاحتي ځای بدل شي.

\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته