ورزش

له اوولس کلنۍ څخه ښکته دافغانستان اوبنګله ديش دفوټبال دځوانانو ټيمونه لوبه کوي .

کابل باختر د زمري  څليرويشتمه :
ټاکل شوې ده له اوولس کلنۍ څحه ښکته دهيواد دفوټبال دالف ټيم دآسيادجنوب دفوټبال دسياليوپه نيمه وروستۍ پړاوکې دبنګله ديش په وړاندې لوبه وکړي دفوټبال فدارسيون فني مرستيال همايون کارګرنن دباختر آژانس خبريال ته وويل : دآسيا دجنوب دفوټبال سيالۍ له څلورو ورځوراپه دې خوا دبنګله ديش په کوربه توب دشپږو ټيونوپه ګډون پيل شوې اودهيواد دالف ټيم تراوسه پورې دوه لو بې تر سره کړې چې په لومړي لوبه کې د دوو په وړاندې په څلورو سره دمالديف ټيم ته ماتې ورکړې ده اوپه بله لوبه کې دصفر په وړاندې دنيپال ټيم په وړاندې ماتې خوړلې ده .
دکارګردڅرګندونوله مخې : ټاکل شوې ده  د افغانستان ټيم د نيمه  وروستۍ پړاو په  سيا ليوکې سبا دبنګله ديش له ټيم سره لوبه وکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته