امنیت

دکورنيو چارو وزير دڅرخي پله دجيل دبنديانو حالت وڅيړه

کابل باختردکب دمياشتې ٢٤ :

دکورنيو چارو وزير دڅرخي پله دجيل دکتنې په ترڅ کې  ددغه جيل له مسوولينو اوساتوونکو څخه وغوښتل چې دبنديانو دستونزو لري کولو ته زياته پاملرنه وکړي .

دباختراژانس دخبرله مخې  دکورنيو چارو وزير ستر جنرال بسم الله محمدي په ولايتونو کې دبيلابيلو جيلونو دکتنې په دوام ، دبنديانو دحالت  دښه والې او ددوي دستونزو دڅيړنې په مقصد پرون دڅرخي پله دمرکز جيل  دبنديانو حالت له نږدي  وڅيړه  اومسوولينو ته يې لارښوونه وکړه  چې دبنديانو دستونزو په حل کولو کې ګړندي اقدام وکړي.

بسم الله محمدي په داسې  حال کې  چې دمشرانو جرګي دشکايتونو داوريدو  دکميسيون ريس ډاکترزلمي زابلي ، دکورنيو چارو وزارت يوشميرجنرالان او رييسان ، اودلوى څارنوالۍ  دعامې روغتيا وزارت  اودکابل ښاروالۍ استازي حاضر و له يوشميربنديانو اودهغو له استازوسره خبري وکړي  ددوي روغتيايي حالت ته دنه پاملرنې ، دښوونې اوروزنې  دمرکزونو نشتوالې دورزشي  وسايلو دنشتوالې ، دکتابتون نشتوالي او جيل ته  دنشه يي توکو دليږدونې  دمخنيوي په باب ددوي له خواوړاندي شوي ستونزي وليکل او مسوولينو ته يي لارښوونه وکړه چې ډير ژر دبنديانو  غوښتنې اوستونزي وڅيړي.

دغه راز ستر جنرال بسم الله محمدي له بنديانوسره له کتنې وروسته دڅرخي پله دجيل دپوليسو اکاډمي هم وکتله ددغه مرکز محصلانو ته يې لارښوونه وکړه  چې  دجيل قوانين اودبنديانو دبشري حقوقو رعايتول په ښه ډول زده کړي او له خپلو تجربو څخه دجيلونو په ساتلو کې معياري استفاده  وکړي  اوپه دغي اکاډمي کې يي داستادانو هلې ځلې هم وستايلي  .

په همدي  حال کې دعامې  روغتيا وزارت استازي اودکورنيو چارو وزارت دروغتيايي چارو رييس ژمنه وکړه  چې  دډاکترانو او درملو په استولو سره هره اوونۍ دبنديانو روغتيايي مسلې اوساري ناروغيو درملنه وکړي.

دغه راز دکورنيو چارو  وزير دلوى څارنوالۍ اوکابل ښاروالۍ له استازو  څخه هم وغوښتل  چې دبنديانو ددوسيو په حل کولو او ددغه جيل په پاک ساتلو کې جدي اقدامات وکړي .

په پاى کې دکورنيو چارو وزير دڅرخي پله  دمرکزي جيل مسووليو ته يې دبنديانو دامنيت دتامينوو اوله دوى سره دښه چلند  چې ددوي دبشري  حقوقو  درعايتول چې د کورنيو چارو وزارت له مهمو  پروګرامونو څخه دي دستاين ليک په ورکولو  سره وستايل ازياته يې  کړه چې دڅرخي پله دمرکزي جيل په گډون د ٣٤ جيلونو په مشرتابه کې بدلون  ښي نتيجي ورکړي دي  او دجيلونو او بنديانو دحالت دښه والې لپاره به دغه بدلونونه دوام ومومي .

له دغو ټولو سره سره دڅرخي پله له ټولو منسوبينو څخه يې وغوښتل  چې دهيواد دقوانينو اواصولو له مخې خپلو دندو ته پاملرنه وکړي او دبنديانو دستونزو په لري کولو کې په جدي ډول هلې ځلې وکړي.

ديادونې وړ ده  له هغه وروسته  چې دجمهوري رياست دفرمان له مخې دهيواد دجيلونو  اوتوقيف  خونو درياست مسووليت دعدليې وزارت  څخه دکورنيو چارو وزارت ته ورکړ شو دکورنيو چارو وزارت دمشرتابه په هلو ځلو سره دجيلونو اوتوقيف خونو دحالت دښه والې په نسبت دبنديانو  اودافغانستان دخلکو رضايت مخ په زياتيدو شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته