امنیت

په کاپيسا ولايت کې نهه ميله وسلې ترلاسه شوې

کابلباختر دسنبلي٥
دکاپيسا ولايت د پوليسو منسوبين پرون دتګاب ولسوالۍ په مربوطاتوکې دعملياتو په بهيرکې نهه کلاشينکوفونه ترلاسه کړل.
دکاپيسا ولايت د امنيې قوماندانۍ له تروريزم سره دمبارزې مدير خان محمد نجرابي باخترآژانس ته وويل: دغه عمليات چې ددغه ولايت د تګاب ولسوالۍ د  ملايانو په کلي کې ترسره شول؛ دخيالي ګل په نامه د وسله والو طالبانو د يوتن سرګروپ په کور کې د نهو کلاشينکوفونو په ګډون يوه اندازه مهمات هم ترلاسه کړي دي.
په دغو عملياتوکې يو تن له وسله والو طالبانو سره د اړيکو په تور هم نيول شوى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته