قندهار باختر دزمري ١٠ مــــــــــــــه
په قندهار ولايت کې د ناټو دجنګي الوتکو په هوايي بريد کې څلورتنه ماين ښخوونکى ووژل شول.
دقندهاردوالى ويندوى جاويد فيصل وويل: په دغو کسانو تيره شپه هغه وخت د ناټو جنګى الو تکو بريد و کړ چې دقند هار ولايت دغورک ولسوالۍ په سنګين کلى کې په ماين ښخولو بوخت و .
يوخبرځاى وويل: په دې بريد کې څلورتنه ماين ښخوونکى ووژل شول اود هغوى يوه اندازه سپک او درانده جنګي وسايل هم دامنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي