ورزش

د هېواد د کرکټ د ملي ټیم لوبغاړي د ویست انډيز له ټیم سره لوبه کوي

کابل – باختر دوري دمیاشتې ۸
د افغانستان د کرکټ ملي ټیم نن د ویست انډيز د کرکټ له ملي ټیم سره لوبه کوي.
د کرکټ بورد د خپرونو مسوول عزیز غروال د باختر آژانس خبریال ته وویل چې د هېواد د کرکټ ملي ټیم په هند کې نړیوال جام ته د لارې موندلو په وروستي پړاوکی د افغانستان په وخت نن له غرمې وروسته په دوو بجو د ویست انډيز له ټیم سره لوبه کوي.
د خبرځای د څرګندونو له مخې: که چیرې د افغانستان د کرکټ ملي ټيم په دې لوبه کې بریالی شي؛ د کرکټ د نړیوالې شورا په درجه بندۍ کې یوه درجه لوړیږي.
د کرکټ بورد مسوولین هیله لري چې د هېواد د کرکټ لوبغاري وکولای شي په دې لوبه کې بریالي شي او ښه امتیاز ترلاسه کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته