امنیت

په کابل کې چاودنې دوه تنه ټپيان کړل

کابل / د چنګاښ ۱۴ مه / باختر
د کابل ښار د یوولسمې ناحیې په مربوطاتو کې د یوه مقناطيسي ماین په چاودنه کې دوه تنه ټپیان شول.
د کابل د امینې قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز د باختر آژانس خبریال ته وویل چې چاودنه نن سهار په لومړنۍ برخې څلورلارې کې رامنځته شوه.
ماین د پولیسو په موټر کې ځای پرځای شوی و چې د یوه پولیس او یو ملکي وګړي د ټپي کېدو سبب شو.
په کابل کې د مقناطيسي ماینونو چاودنو ښاریان اندېښمن کړي دي.
تېره اوونۍ هم د بشر حقوقو د کمېسیون دوه کارکوونکي په ورته پېښه کې ووژل شول.
ختم/ع

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته