امنیت

په کندز کې دچاودنې له امله ددوه ويشتو تنو وژل کيدل .

کابل باختر  د زمري اتلسمه :
په کندز ولايت کې تيره شپه ديوې چاودنې له امله دنولسو تنو  وسله والو کسانو په ګډون دوه ويشت تنه ووژل شول او اووه تنه نور ټپيان شول .
دکندز دوالي ويانددباختراژانس خبريال ته وويل چې دغه پيښه دکندز ولايت دخان اباد ولسوالۍ دشوراب بندر په ساحه کې په قديرک مشهور دعبدالقدير تر قوماندې  لاندې دوسله والو کسانو  دتيريدو په وخت کې هغه وخت رامنځته شوه چې په چاوديدونکو توکوبار يو موټر په دغې ساحه کې وچول شو .
يوه اړونده خبرځاى وويل په دې چاودنه کې نولس تنه وسله وال کسان ووژل شول درې تنه ملکي وګړي شهيدان او اووه تنه نور ټپيان شول .
ويل کيږي چې ددغې چاودنې  له امله داستوګنې درې کورونه نړيدلي  او څو ملکي موټرونه ويجاړ شوي دي .
ده زياته کړه چې دغه قوماندان  دطالبانو په ځپلو کې  خپل رول لوبولى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته