ټولنه

په بلخ کې درې کيلو متره سړک پوخ شو

کابل/ باختر/ د غبرګولي د میاشتې ۲۰مه
په بلخ ولايت کې د درېيو کيلومترو په اوږدوالي د يوه سړک د قيرکولو کار بشپړ او پرون ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.
د بلخ د کليو د بيا جوړولو او پراختيا رئيس عبدالباسط عيني باخترآژانس ته وويل:
د بلخ ولايت د نهرشاهي ولسوالۍ په صفا ښارګوټي کې درې کيلومتره سړک د کليو د بيا جوړولو او پراختيا وزارت له بودجې څخه د٤٦ ميليونو افغانيو په لګښت قيرشوى دى.
د صفا ښارګوټي اوسيدونکي وايي چې د دغه سړک په قيرکېدو سره د مزارشريف ښار د زرو کورنيو په تګ راتګ ګې آسانتياوې رامنځته شوې دي.
پاى شکريه ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته