امنیت

په نيمروزکې د يوې ډلې غلو نيول کيدل

کابل – باختر د وږي دمياشتې ٣
په نيمروز ولايت کې پرون د پوليسو د عملياتو په بهيرکې څلور تنه غله ونيول شول.
دنيمروز ولايت د جنايي جرمونو پرخلاف د مبارزې مدير حاجي عبدالله شيرزي دباختر آژانس خبريال ته وويل: پرون مازيګر په زرنج ښارکې د پوليسو د اوپراتيفي عملياتو په بهيرکې څلور تنه غله ونيول شول .
ده وويل: دغو غلو اعتراف کړى دى چې د تير يو کال په بهيرکې يې له کورونو څخه ګاڼۍ او موټرونه غلا کړي دي .
خبرځاى زياته کړه: له نيول شويوکسانو څخه د پوليسو تحقيقات دوام لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته