ورزش

په هندکې دکرکټ سيالۍ پيلېږي

کابل / دتلې ٢٧مه / باختر:
په راتلوونکو څو ورځو کې دکرکټ شل او پنځوس اوريزه تست ميچ سيالۍ دهېواد دکرکټ او دويست انديز دټيمونو ترمنځ په هند کې ترسره شي
ويست انديز پرون  ددغه  هېواد دکرکټ دټيم ترکيب دغو سياليو ته اعلام کړ  خو افغانستان  تراوسه پورې خپل ترکيب نه دې اعلام کړى .
دافغانستان او دويست انديز  دکرکټ دټيمونو ترمنځ شل اوپنځوس اوريزې  سيالۍ به دنوامبر په شپږمه نيټه  پيل شي او افغانستان ددغو سياليو کوربه دى
دکرکټ بودر وياند فريد هوتک  دباختراژانس خبريال ته وويل موږ او ورزشکاران مو په داخلي  سياليو کې بوخت يو غواړو په يو مناسب فرصت کې  يوښه ټيم معرفي کړو .
دافغانستان دکرکټ  ملي ټيم دروان کال دکرکټ په نړيوالو سياليو کې سخته ماته زغملې ده .
له هغه وخت څخه تراوسه پورې دافغانستان کرکټ بورد  دکرکټ دمينه والو له سختو نيوکو سره مخ دى  .
ختم_ سعيده _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته