اقتصاد

افغان حکومت او د پیسو نړیوال صندوق د اعتباري اسانتیاؤ لومړني پروګرام ((ECF) د تمدید په اړه هوکړه وکړه

کابل باختر د کب اوولسمه
مالیې وزارت د افغان حکومت په استازیتوب او د پیسو نړیوال صندوق د کارکوونکو په کچه د یاد صندوق د لومړنۍ ارزونې پروګرام پوره کولو د تمدید په سر هوکړې ته ورسیدل. د پیسو نړیوال صندوق استازو د ۲۰۱۷ کال د فبرورۍ له ۲۳مې نه د مارچ تر ۴مې نېټې پورې د کرسیتوف دوئنوالد په مشرۍ له افغان استازي سره د نړیوال صندوق د اعتباري اسانتیاؤ د لومړۍ دري کلن پروګرام د تمدید په موخه کتنه وکړه. په دې کتنه کې دواړو لورو په افغانستان کې د وروستیو اقتصادي پرمختګونو او د اعتباري اسانتیاؤ تر نامه لاندې د اصلاحاتو پلي کیدو په اړه د نظرونو تبادله وکړه.
یاد شويو استازو په لوی اقتصاد کې د ښه مدیریت له امله د افغان حکومت د کړنو او په سختو شرایطو کې د پرمختګ څخه ستاینه وکړه او زیاته یې کړه چې د نړیوالو تمویلونکو مالي مرستې به د بودیجې د تامین او د سوداګرۍ د کسر لپاره په نقدي خزانه او نړیوالو ذخیرو کې د توازن لپاره دوام امومي.
ښاغلي کرسیتوف دوئنوالد د خپل ماموریت په پای کې وویل: یاد هوکړه لیک د پیسو نړیوال صندوق د اجرایوي بورد د تاییدې پورې مشروط دی او د تایید په صورت کې به ۶.۱ میلیونه امریکایې ډالر د افغان حکومت په واک کې ورکړل شي. نوموړي زیاته کړه په ۲۰۱۶ کال کې د افغانستان نا خالص کورنی پرمختګ دوه سلنه وو، او د زراعتي محصولاتو د زیاتیدو په صورت کې دا رقم په ۲۰۱۷ کال کې درې سلنه وړاندوینه شوې ده.
تمه کیږي چې له ګاونډویو هېوادونو څخه د پنا غوښتونکو په راسته نیدو سره به د تورم میزان به ۶ سلنه شي. خو د تمویلوونکو مالي مرستې به د بودیجې د تامین او نقدي خزانې د توازن لپاره دوام پیدا کړي.
افغانستان اوس مهال له بیلابیلو ستونزو سره مخ دی او له ګاونډویو هېوادونو څخه د پنا غوښتونکو په راسته نیدو سره به دا ستونزې دوه چنده شي. خو لکه څنګه چې تیر کال په بروکسل او وارسا کنفرانسونو کې معلومه شوه نړیواله ټولنه د افغانستان تر څنګ ولاړه ده او د پراختیاې، امنیتي او تخنیکي مرستې به یې دوام امومي.
د پیسو نړیوال صندوق استازي به د یاد پروګرام د لومړنۍ ارزونې په اړه خپل راپور د پیسو نړیوال صندوق اجرایوي بورد ته د تصویب لپاره د ۲۰۱۷ کال د مې میاشتې په اوږدو کې وړاندې کړي. د پیسو نړیوال صندوق ژمن دی چې له افغان حکومت او خلکو سره د اقتصادي پروګرام لپاره د مالي ثبات د ساتلو، پیاوړي کولو او د یو سالم اقتصاد د جوړولو په موخه خپلو مرستو ته دوام ورکوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته