کابل باختر دچنګاښ دمياشتې ١١ :
په هندکې د افغانستان دکرکټ د ١٩کلنو ځوانانو تمريني کمپ د نړيوال جام په انتخاباتي سياليو کې دګډون لپاره پيل شو.
د افغانستان دکرکټ بورد وياند فريدهوتک نن دباختر آژانس خبريال ته وويل: په هندکې دغه تمريناتي کمپ به اتلس ورځې دوام وکړي.
د ده د څرګندونوله مخې: د هېواد د١٩ کلنو دځوانانو د کرکټ ټيم به د جولاى دمياشتې په ١٧ نيټه خپله لومړنۍ لوبه دماليزيا دځوانانو دکرکټ له ټيم سره ترسره کړي .
د سنګاپور په کوربه توب د نړيوال جام انتخاباتي سيالۍ د جولاى په ١٤نيټه پيليږي او يوه اوونۍ دوام کوي.
1 د یوې دقیقې څخه لږ