امنیت

په ننګرهار کې د داعش پنځوس غړي اسلامي امارت ته تسليم شول

کابل / د لړم۳ مه / باختر
د ننګرهار د ملي امنيت رياست چارواکي وايي چې د قومي خلکو په منځګړیتوب ورته پنځوس داعشیان تسليم شوي او ژمنه يې کړې چې راتلونکي کې به هېڅ ډول نظامي فعاليت نه کوي.
چارواکي وايي: دوی يې د خلکو په منځګړیتوب په ځينو مهمو شرطونو بښلي؛ خو که راتلونکي کې يې له دغو شرطونو سرغړونه وکړه قانوني چلند به ورسره وکړي.
د ننګرهار د ملي امنیت ریيس ډاکټر بشير په همدې تړاو جوړې شوې غونډې ته وويل چې شاوخوا پنځوس داعشيان چې د دغه ولايت د هسکې مېنې او کوز کونړ ولسواليو اوسېدونکي وو او د ننګرهار مختلفو ولسواليو کې يې د داعش په ليکو کې فعاليتونه کول د قومي مشرانو په منځګړیتوب دوی ته تسليم شول.
هغه زياته کړه: (( دا کسان په دې شرطونو بښل شوي چې په تېرو کړنو به بښنه غواړي،هېڅ ډول نظامي وسايل او وسايط به هم نه استعمالوي او ارتباطي وسايل به يې نه کاروي، بيا به يو ځای نه راټولېږي که راټولېږي نو اسلامي امارت ته به خبر ورکوي، دوی چې له خپل کلي بل ځای ته ځي نو ځايي چارواکي به په جريان کوي.)) د ننګرهار د ملي امنيت رييس ګواښ وکړ که ياد کسان له دغو شرطونو سرغړونه وکړي نو قانوني چلند به ورسره کېږي او بيا يې چې په حق کې هره پرېکړه وشي شکايت به نه کوي چې عمومي عفوه اعلان شوې ده.
هغه وويل: ((موږ ټولو هغو کسانو ته چې ننګرهار او ټول افغانستان کې چې اسلامي امارت ته د بغاوت سر راجګوي غږ کوو چې اوسنی وخت فرصت وګڼي او موږ ته تسليم شي که نه نو موږ به يې پر وړاندې قانوني اقدام وکړو.))
په همدې حال کې حکومت ته تسليم شوي داعشيان وايي: په تېرو کړنو پښيمانه دي او ډاډ ورکوي چې راتلونکي کې به هېڅ دولتي ضد فعالیتونه نه تر سره کوي او ورته د وضع شويو پالیسيو له مخې به ژوند کوي.
ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته