کابل باختر د کب څليرويشتمه :
دهېواد په ځينو سيمو کې دملي اردو دځواکونو دچاڼيزو عملياتوپه بهيرکې دداعش دډلې ددولسو تنو غړو په ګډون شل تنه ډار اچوونکي ووژل شول .
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ: دغه عمليات ددښمنانو دځپلو په مقصد دننګرهار ولايت داچين ، دروزګان ولايت ددهراود دقندهار ولايت دشاه ولي کوټ او دهرات ولايت دشينډنډ دولسواليو په مربوطاتو کې ترسره شول . چې له امله يې دداعش د ډلې ددولسو تنو غړو په ګډون شل تنه ډار اچوونکي ووژل شول .
دغه راز په دغو عملياتو کې ١٧ تنه ډار اچوونکي ونيول شول او ٢١ تنه داعشيان ټپيان شول .
ددغو عملياتوپه بهير کې يوه اندازه وسلې او دراندو وسلو مهمات او نور پوځي تجهيزات هم په عملياتو کې دشاملو ځواکونولاس ته ورغلي دي
ديوبل خبر له مخې :دملي اردو څلور تنه منسوبين دهېواد په بيلابيلو ساحوکې دوظيفوي فعاليتونو دترسره کولو په بهير کې دماينونو دچاودنې او ددښمن ددرندو وسلو دډزو له امله شهيدان شوي دي .
1 1 دقیقه لوستل