کابل – باختر د ليندۍ د مياشتې ٧مه
د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي نړیواله ورځ نن د مالیې په وزارت کې د يوې ناستې په ترڅ کې ونماځل شوه.
د ماليې وزارت د اطلاعاتو او عامه اړيکو رياست باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې ناسته کې د مالیې وزیر اکلیل حکیمي، د وزارت ځینو رئیسانو، ښځینه کارکوونکو او یو شمېر نورو کارکوونکو ګډون کړی و.
د مالیې وزیر د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي پر لاملونو رڼا واچوله او په دغه وزارت کې یې د ښځو پر پرمختګونو خبرې وکړې.
د مالیې وزیر د هغو امتیازاتو او لاسته راوړنو یادونه هم وکړه چې د مالیې وزارت یې د ښځو د هڅونې لپاره ترسره کوي.
د مالیې وزیر وویل چې د مالیې وزارت د ښځو د کاري وړتیاوو د لوړولو لپاره ښه پروګرامونه لري او د زړه له تله غواړي چې ښځې پرمختګ وکړي.
ده د مالیې وزارت ښځینه کارکوونکو ته په خطاب کې وویل چې د مالیې وزارت مشرتابه له تاسو سره دی او د ستاسو له حقونو څخه دفاع کوي. تاسو په خپلو ځانونو باور پیدا کړئ او په دولت کې لوړو بستونو ته ځانونه ورسوئ.
د مالیې وزیر وویل چې په دغه وزارت کې د ښځو او یا نورو مامورینو پر وړاندې هیڅ ډول تاوتریخوالی او یا بل ډول تبعیض ته اجازه نه ورکول کیږي.#