خبرونهاقتصاد

په غزني کې به پر بزګروانو زرګونه اصلاح شوي نیالګي ووېشل شي

غزنی / د وري ۳۰ مه / باختر
په غزني کې د کرنې او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي چې د غزني په څلورو ولسوالیو کې زرګونه اصلاح شوي مېوه لرونکي نیالګي روزل شوي او پر بزګرو به ووېشل شي.
د غزني د کرنې او مالدارۍ سرپرست عبدالغفور محمدي باختر آژانس ته وویل چې دغه زرګونه اصلاح شوي نیالګي د سولې بنسټ او د خوړو او کرنې نړېوالې موسسې په مرسته د قره باغ، مقر، اندړ، ناهور، مالستان او ده یک ولسوالیو کې پر بزګرو په وړیا او په کم بیه ووېشل شي.
په خبره یې؛ د زردالو، مڼو، انګورو او بادامو ۶۲ زره اصلاح شوي نیالګي د کرنې ریاست کې شته چې هغه به هم پر بزګرو ووېشل شي، څو په دغه ولایت کې معیاري بڼونه جوړ شي.
د غزني د کرنې او مالدارۍ سرپرست رییس له هغو بزګرو چې د نیالګیو د وېش لپاره یې نوم لیکنه کړې؛ غواړي چې د اصلاح شويو نیالګیو ساتنې ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
په همدې حال کې بزګران د کرنې او مالدارۍ ریاست او ورسره د همکارو موسسو د دغه کار ستاینه کوي او پر بزګرانو د اصلاح شوي نیالګیو وېشل، پر ځان بسیایېنې لپاره ګټور بلي.
سیف الله چې په اندړو ولسوالۍ کې بزګر دی، وایې چې پخوا به یې غنم او الوګان کرل؛ خو دغو حاصلاتو به ورته چندان ګټه ن کوله؛ خو تمه لري چې له اصلاح شویو نیالګیو به ډېره ګټه ترلاسه کړي.
بزګران که څه هم په دغه ولایت کې د اوبو له کمښت څخه سر ټکوي؛ خو وایي چې د اصلاح شویو نیالګیو ساتنې او پالنې ته به ځانګړې پاملرنه وکړي.
د غزني بزګران له حکومته غواړي چې په دغه ولایت کې د اوبو واړه او غټ بندونه جوړ کړي، تر څو د ابو د کمښت ستونزه حل شي.
ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته