ټولنه

په يوه ترافيکي پيښه کې لس تنه ووژل شول

کابل باختر د وږي د مياشتې  ١٩  :
لس تنه په قندهار ولايت کې  ديوې ترافيکي پيښې له امله ووژل شول ؟
  په دې پيښه کې  چې پرون په ميوندولسوالۍ کې رامنځته شوه اووه تنه نور ټپيان شول.
دغه پيښه  هغه  وخت رامنځته شوه چې يو مسافروړونکى بس موټر  له يوه  ګړندي موټرسره ټکر وکړ .
دقندهار ولايت دپوليسو يو مقام باخترآژانس ته وويل ؛ په دې پيښه کې دښځو او ماشومانو په ګډون   لس تنه ووژل شول او اووه تنه نور ټپيان شول.
ده  ددواړو موټرو  دچلوونکو  ګړنديتوب اوبې پروايي ددغې  خونړۍ ترافيکي پيښې عاملين ووبلل.
په همدې حال کې   دقندهار ولايت په يوه  روغتون کې ډاکترانو ددغې پيښې   ددريو تنو ټپيانو روغتيايي حالت خراب بللى دى.
ديوبل خبرله مخې :   دقندهار ولايت  په ځينو سيمو کې  ددريو ترافيکي پيښو له امله  څلور تنه ووژل شول او شپږ تنه نور ټپيان شول.
دغه پيښې  په تيرو  ٢٤ ساعتو کې  دقندهار ولايت دسپين بولدک ، ارغنداب  او دژيړۍ دولسواليو  په ځينوسيمو کې رامنځته شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته