کابل باختردسلواغې دمياشتې ٩ :
دبي بي سي نړيوال ټلويزيون په هلمندولايت کې د يو ماشوم په باب چې طالبانو غوښتل په ځانمرګې واسکټ په سمبالولوسره دده په واسطه يو ځانمرګې بريدترسره کړي؛ يو رپوټ خپور کړى دى .
دباختراژانس دخبرله مخي : په دې رپوټ کې د نيازمحمدپه نامه دولس کلن ماشوم چې خپله مور اوپلار يې د ناټو د ځواکونو په بمباريوکې له لاسه ورکړى دى؛ دپيښې بهير څرگندوي او وايي: له هغه وروسته چې مور اوپلار يې د ناټو د بمباريو په بهيرکې ووژل شو، طالبانو لومړۍ دې وتښتاوه او وروسته يې د زور له لارې مجبور کړ چې ځانمرګې واسکټ واغوندي .
نيازمحمد زياته کړې ده چې دى دشپې له تورتم څخه په استفادې سره، مخکې له دې چې طالبان دځانمرګې بريد پلان د ده په واسطه تطبيق کړي؛ وتښتيد او ځان يې د افغانستان د امنيتي ځواکونو يوې پوستې ته تسليم کړ.
0 1 دقیقه لوستل