کابل باختر د ثور نهمه :
دبلخ پوليسو دفرخندې دشهادت يوبل عامل نيولى دى .
دبلخ ولايت دامنيې قوماندانۍ دامنيت آمر اوسرپرست عبدالرازق قادري دباختراژانس خبريال ته وويل: پوليسو نن سهار په شپږو بجو يوسړى چې دفرخندې دشهادت تور پرې لګول شوى دى دمزارشريف ښار په شپږمه ناحيه کې ونيوه .
يوه اړونده خبرځاى وويل تورن چې دکابل ولايت دبګراميو ولسوالۍ اصلي اوسيدونکى دى په لومړنيو تحقيقاتو کې په خپل جرم اعتراف کړى دى .
1 د یوې دقیقې څخه لږ