ټولنه

دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس حامد کرزي د خواشينۍ او ډاډګيرنې پيغام.

کابل – باختر دسلواغې دمياشتې ٢٣
دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس حامد کرزي د  خواشينۍ او ډاډګيرنې پيغام.
په ډيرې خواشينۍ سره خبر شوم چې ملي تاجر عمرګل ځدران د ورپيښې ناروغۍ له امله له دې فاني نړۍ څخه پټې کړې دي .
انالله وانا اليه راجعون
ارواښاد عمرګل ځدران د تجارت له لارې د وطن په  آبادۍ او دخلکو په  سوکالۍ کې برخه اخيسته  مړينه  يې يوه  ضايعه ده .
دخپلې خواخوږۍ او ډاډګيرنې مراتب د ده کورنۍ ،  دوستانو او دپکتيا ولايت
خلکو ته وړاندې کوم .  الله تعالي دې دى وبخښي او کورنۍ ته دې يې جميل صبر په نصيب شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته