سیاستخبرونهTOPتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

سیاسي مېلمستیا؛ د خبرو او ستونزو د حل لپاره د افغانانو غېږې د هرچا لپاره خلاصې دي

کابل، د مرغومې ۱۸ مه، باختر

تبصره

پرون یکشنبې د پاکستان د جمعیت علماء اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن د افغانستان اسلامي امارت د حکومت او افغانانو سیاسي مېلمه و او افغانان هم لکه څنګه چې په مېلمه پالنه کې نوم لري، د دغه پاکستاني مېلمه پالنه یې هم وکړه.

مولانا فضل الرحمن د کابل له هوایي ډګره تر منزل مقصود پورې په ځانګړو تشریفاتو راوستل شو او دلته یې د اسلامي امارت له بېلابېلو مشرانو سره وکتل او ښه مېلمه پالنه یې وشوه.

که څه هم په وروستیو کې د کابل او اسلام اباد ترمنځ اړیکې د یو لړ مواردو لکه د کډوالو پر موضوع پیکه شوې دي، خو د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي ویلي، چې پاکستان کې د مولانا فضل الرحمن سیاسي رول ته په کتو تمه کیږي د نوموړي دغه سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکو ته ګټه ورسوي.

دا چې یو شمېر شریرې کړۍ افغانستان ته د دغو سیاسیونو راتګ ته په منفي نظر ګوري او دا د افغانستان لپاره ښه سفرونه نه ګڼي، دوی ته باید وویل شي، چې اول خو افغانستان کې یو مقتدر او با تدبیره حکومت شتون لري، چې تر نورو ډېر ښه پوهېږي، چې باید له ګاونډیو، د سیمې او د نورې نړۍ له هېوادونو سره څه ډول برخورد او سیاست وکړي.

بل دا چې هېواد ته د دغو سیاسیونو راتګ د شریرو کړیو هغه انګېرنه هم غلطه ثابتوي، چې ګواکې اسلامي امارت په افغانستان کې رسمیت او سیاسي مشروعیت نه لري او د نړۍ هېوادونه ورسره تعامل نه کوي.

دا دی په تېرو شاوخوا دوه نیمو کلونو کې د څو هېوادونو سیاسیون او چارواکي کابل ته راغلل او د اسلامي امارت له چارواکو سره یې رسمي خبرې اترې وکړې.

ورته وخت کې ایراني سفیر او ځانګړي استازي د ریاست الوزرا له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره د لیدنې پر مهال د تهران او کابل ترمنځ د همکاریو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پر غځولو یې ټینګار کړی دی.

ایراني استازي حسن کاظمي قمي د شراچونکو هغه دسیسې هم شنډې کړې، چې له مخې یې د کابل او تهران اړیکو ته زیان رسېده.

قمي ویلي، چې د شراچونکو د سیسې به د دواړو هېوادونو اړیکو ته هېڅ زیان ونه رسوي.

چې دا هم له اسلامي امارت سره د نړۍ د تعامل یوه بله لویه نښه ده او دغه زمینه د اسلامي امارت سیاسیونو برابره کړې، چې توانېدلي د افغانستان کورنی او بهرنی سیاست د هېواد ګټو ته په کتو سمبال کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته