سیاست

فضل الهادي مسلميار دامريکا دسولې دانستيتوت له رييس سره وکتل

کابل باخترد وږي دمياشتې  ٨ :
دمشرانو جرګې رييس فضل الهادي مسلميار نن دامريکا دسولې دانستيوت له رييس جيم مارشال سره دملي شورا په مقر کې وکتل.
دمشرانوجرګې مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ.
په دې کتنه کې دمشرانو جرګې رييس  دافعانستان له خلکوسره دامريکا دمتحده ايالاتو اودنړيوالې ټولنې  دمرستو ديادونې په ترڅ کې دهيواد اودسيمې  له پوځي اوسياسي حالاتوسره اړيکې ونيولې او ويې ويل  چې دامنيت تامينول دافغانستان دخلکو يوه اساسي اړتياده  اودسولې او امنيت په رڼا کې  داقتصادي ودې ، په ځان دډډې لګولو ، ښيې حکومتوالي او دديموکراتيکو ارزښتونو دعامولو شرايط برابريږي او څرګنده يې کړه چې دديموکراسي يوه مولفه انتخابات دى اوپه سالمه  اوسراسري توګه اوپه  شفاف ډول دانتخاباتو ترسره کول  دجګړې بندولو اودسوله ييزو شرايطو تامينولو ته اړتيالري  چې بايد دهيواد  دامنيتي ځواکونوله خوا دنړيوالو ځواکونو په همکارۍ په شرايطو برابرو کسانو ته درايو ورکولو  زمينه مساعده شي  چې ټول اتباع  له خپلو حقوقو  څخه يوشان ګټه واخلي .
مسلميار دانتخاباتو په بهيرکې دملګروملتودسازمان دکتوونکورول يو مهم کار وباله او ويې ويل  چې بايد نړيواله تولنه اومرستندويه هيوادونه دتيرو انتخاباتو په شان دانتخاباتو په چارو کې لاسوهنه ونه کړي. ځګه په تيرو انتخاباتو کې ددوى لاسوهنو ناوړې اوبدې اغيزې پريښي دي  اوبايد دنړيوالې ټولنې استازي دکتوونکو په توګه عمل وکړي   نه دحاکم اوقاضي په شان اوبايد  دانتخاباتو په چارو کې خپله بې طرفي په عمل کې ثابته کړي اوخبرداري يې ورکړ  که چيري دانتخاباتو په چارو کې دبهرنيانو لاسوهنې تکرار شي  ښايي  افغانستان بيا ١٩٩٠ لسيزې ته ستون شي .
دسنا مجلس رييس په داسې حال کې چې په ډاډمن امنيت باندې يې ټينګار کاوه  له  نړيوالې ټولنې اوله مرستندويو هيوادونو څخه يې وغوښتل چې دافغان ځواکونو په بيارغاونې اوسمبالولو کې په همکاري سربيره  دانتخاباتو له خپلواک  کميسيون سره  تخنيکي همکاري هم وکړي.
په مقابل کې  جيم مارشال  په داسې حال کې  چې  دامريکا دسولې دانستيتوت په باب يې معلومات وړاندي کول وويل دامريکامتحده ايالات دانتخاباتو له شفافيت سره مينه لري  دوى  افغانستان ته   درارسيدوله وخت څخه دايساف ، دملګروملتو دسازمان  اودامريکا دسفارت له مقاماتو اوله ځينو افغان مسوولينوسره دانتخاباتو دترسره  کولو په باب خبرې کړي دي.
په کتنه کې  دسناتور عبدالاحدسلطانزوي په ګډون سربيره  دمشرانوجرګې ددارلانشا لوى  رييس محمدکاظم ملوان هم برخه لرله .
ديوبل خبرله مخې،دسنامجلس رييس دخپل کار په دفتر کې دافغانستان دپارلمان دپياوړتيا دپروژې له پخواني رييس رونالدوسره  دمخه ښې کتنه وکړه.
په کتنه کې دمشرانو جرګې رييس  له ملي شورا سره  دافغانستان دپارلمان  دپياوړتيا دپروژې دهمکاريو له امله  مننه وکړه  اوتينګاريې وکړ چې بايد په راتلوونکي  کې هم ددغې پروژې دافغاني ټيم له ظرفيتونوڅخه په اغيزمنه توګه کار واخيستل  شي ځکه  دهغې کورني کارکوونکي دپارلماني مسلو په باب ښه تجربه لري .
دغه راز دمشرانو جرګې ددارلانشا لوى رييس محمدکاظم ملوان ددغې پروژې دمسوولينو دهمکاريو له امله  قدرداني وکړه .
په کتنه کې رونالدو دخبرو په ترڅ کې دمشرانو جرګې دهمکاريو له امله خوښي څرگنده کړه  اودافغانستان دخلکو دميلمه پالنې له امله يې کورودانۍ ووايه اوپه پاى کې  دمشرانو جرګې ستاين ليکونه او نښانونه  ددغې پروژې څلورو تنو کارکوونکو ته ورکړاي شول اود چارو په ترسره کولو کې  ددوى دزياتو برياليتوبونو هيله وشوه .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته