امنیت

په هرات کي د ډاراچوونکې بريد دعاملينو دپيژندلو لپاره تحقيقات پيل شوي دي

کابلباختر دسنبلي٢٤
دهيواد د بهرنيو چارو  وزارت ويندوى  په يوه  خبري غونډه کې وويل چي په هرات کي د امريکا په قونسلګرۍ  د ډاراچونکي بريددعاملينو دپيژندلو لپاره تحقيقات دوام لري
دباختر آژانس دخبريال دخبر له مخي  :   دبهرنيو چارو د وزارت ويندوى جانان موسي زي  دغه راز  زيا ته کړه چې د ډاراچونه د بشريت دښمن دى او بايد دسيمې هيوادونه د دغه شان جنايت د عاملينو  د پيژندلو په خاطر نږدي همکاري وکړي.
ده وويل :  د افغانستان  امنيتي مرکزونه  په کابل کې دامريکا دسفارت په ګډون ددغه ډار اچونکي بريد د اصلي عاملينو دپيژندلو لپاره تحقيقات پيل کړي دى .
ده  دغه راز وويل :   په هرات کى دامريکا جنرال قونسل اعلام کړى دى چې داړوند مرکز فعاليت به  دغه راز دوام وکړي .
د ده دڅرګندونوله مخي  : دملګروملتوسازمان دامنيت شورا هم دنړى له هيوادونو  څخه غوښتي دي چې ددغې پيښې د عاملينو دپيژندلو په خاطر دې دافغا نستان له دولت سره همکاري و کړي  .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته