فرهنګ

پوهنيارې مژګان مصطفوي له اداري فساد سره دمبارزې په لاره کې دديني عالمانو اورسنيو په رول ټينګار وکړ

کابل باختر دمرغومي دمياشتې  ٢٠ :
د اداري فسادپرخلاف دمبارزې عالي ادارې  نن داداري فسادپرخلاف دمبارزې دبهير  په اړوند دپوهاوي پروګرام داطلاعاتو اوفرهنګ په وزارت کې جوړ کړ .
دباخترآژانس دخبريال دخبرله مخې :په دې پروګرام کې چې داطلاعاتو اوفرهنګ  وزارت دمطبوعاتو په نړيوال مرکز کې جوړ شو،د اداري فساد پرخلاف دمبارزې دعالي ادارې ستر سلاکار  احرار په هېواد کې   دفساد لمنه  پراخه وبلله او ويې ويل چې دغه اداره  د اداري فسادپرخلاف دمبارزې په لاره کې داطلاعاتو اوفرهنګ او دحج او اوقافو له وزارتونوسره دهمکارۍ تړونونه  لاسليک کړي دي او ددغو تړونونوله مخې دغه وزارتونه داداري فسادپرخلاف داړوندو کارکوونکو او خلکو په پوهاوي ورکولو کې رول لوبوي.
ده وويل چې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دډله ييزو اطلاعاتو دوسايلو له لارې او دحج او اوقافو وزارت د جوماتونو دملاامامانو له لارې  خلکو ته  داداري فساد  پرخلاف دمبارزې په برخه کې دپوهاوي په ورکولو کې مهم رول لوبولى شي .
په دې پروګرام کې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دخپرونو د چارو معينې پوهنيارې سيدې مژګان مصطفوي  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت اود اداري فساد پرخلاف دمبارزې دعالي ادارې ترمنځ دتفاهم ليک دموادو تطبيق  د خپرونو چارو دمعينيت له اساسي دندو څخه وبلل  .
پوهنيارې مژګان مصطفوي څرګنده کړه  چې داداري فساد پرخلاف دمبارزې په لاره کې دديني عالمانو او درسنيو رول ارزښتناک دى  چې رسنۍ دډله ييزو اطلاعاتو دوسايلو له لارې او ديني عالمانو د جوماتونو دمنبرونو له لارې خلک   داداري فساد پرخلاف منسجم کوي.
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دخپرونو دچارو معينې وويل  چې دغه معينيت  خلکو ته دپوهاوي دورکولو دپروګرامونو دترسره کولو له لارې  داداري فساد پرخلاف  په مبارزه کې  داداري فساد پرخلاف  دمبارزې له عالي ادارې سره  همکار دى    اوددغه کار دښه ترسره کولو په مقصد خلکو ته دپوهاوي دورکولو لپاره يوه تخنيکي کميټه جوړيږي.
پوهنيارې  مژګان مصطفوي وويل  چې اداري فساد يوازې  په پولي مسئلو که  نه ده بلکې له وظيفوي صلاحيتونو څخه ناوړه استفاده په خپله اداري  فساد شميرل کيږي .
دې  ژمنه  وکړه چې دډله ييزو اطلاعاتودولتي وسايل   داداري فساد پرخلاف دمبارزې دعالي ادارې په خدمت کې دى  او دغه اداره  کولاى شي دفسادپرخلاف دمبارزې په لاره کې دخپلو فعاليتونو خبرونه او رپوټونه دغه وزارت ته وليږي.
دخپرونو دچارو معينې  وويل  چې ددولتي  ورځپاڼو يوه برخه ددغې ادارې  دپيغامونو اورپوټونو خپرولو ته ځانګړې کيږي  .
پوهنيارې مژګان مصطفوي وويل  ؛ ددغه تفاهم ليک متن دټولو ولايتونو داطلاعاتو اوفرهنګ رياستونوته ليږل کيږي  چې هغوى هم ددغه تفاهم ليک  دمادو له مخې  له ادراي فساد سره دمبارزې اړوندو پيغامونو  رپوټونو او خبرونو په خپرولوکې اقدام وکړي.

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته