کابل باختر دزمري يوولسمه :
ناپيژاندو وسله والو کسانو په فارياب ولايت کې يوه ځوانه نجلۍ ووژله . دفارياب ولايت دامنيې قوماندانۍ دمطبوعاتي مسوول د باختراژانس خبريال ته وويل: دغه ځوانه نجلۍ چې اتلس کلنه وه تيره شپه دچړې په ګوزارونو سره دفارياب ولايت دقيصار ولسوالۍ په ينګي تاشقل کلي کې په خپل کور کې وژله شوې ده .
يوه اړونده خبرځاى وويل ددغې وژنې اصلي انګيزه تراوسه پورې نه ده روښانه شوې او دپيښې عاملين له ساحې څخه تښتيدلي او امنيتي ځواکونه يې په لټه کې دي .
ديادونې وړ ده چې فارياب يوله هغو ولايتونوڅخه دى چې دښځو پرخلاف دتاوتريخوالي شمير پکې لوړ دى او د ښځو دحقوقو دفعالانو انديښنه يې راپارولې ده .
1 د یوې دقیقې څخه لږ