سیاست

جمهوررئیس غني: موږ باید د نبوي سیرت پر بنسټ د افغان ښځو د رول او مقام لا پیاوړتیا ته پام وکړو

کابل_باختر د ليندۍ د مياشتې١٢مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د اسلام د ستر پیغمرحضرت محمد (ص) د میلاد د نمانځنې په مراسمو کې وینا وکړه او د هېواد ټول مسلمان او متدین ملت ته یې د اسلام د ستر پیغمبر حضرت خاتم النبین د مبارک میلاد مبارکي وویله او د هغه حضرت (ص) پر روح یې درود ووایه.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
دغه شاندار مراسم چې یو شمېر دولتي لوړ پورو چارواکو هم په کې حضور درلود، د شیخ‌القراء استاد قاري برکت الله سلیم د قرآن مجید د څو مبارکو ایاتونو په تلاوت سره د ارګ په سلام خاڼه ماڼۍ کې پیل شو، د هېواد جمهوررئیس په خپلو خبرو کې وویل: د دغه مبارک مناسبت نمانځنه د هغې لارې او چلند د پیمان نوي کېدل دي چې د بشریت رهبر څخه مونږ ته په میراث را پاتې دی.
هغه زیاته کړه: د هغه رښتنې پېروي د هغه د رسالت لوړو موخو ته رسېدو کې نغښتې ده، هغه لوړې موخې چې له اسلام څخه  د ملتونو د هرکلي او د دغه مبین دین د نړیوال کېدو لامل شو.
جمهوررئیس وویل: یوه له هغو موخو څخه چې په قران مجید کې د اسلام د پیغمبرانو د رسالت لپاره یادې شوي، د دښمنیو ختمول او د اخوت او ورورولۍ رامنځته کول دي. هغه راغی، ترڅو کینه، دښمني، ورور وژنه، یرغل، ظلم، وینه تویونه، او تبعیض پایته ورسېږي او ځای یې مینه، پیوستون، همکاري، فداکاري او نور اخلاقي فضایل او مکارم ونیسي.
محمد اشرف غني څرګنده کړه: موږ په داسې حال کې د خپل ګران پیغمبر مبارک میلاد نمانځو چې اسلامي نړۍ له لویې فتنې سره لاس او ګریوان ده. په افغانستان، حرمینِ شرفین، مصر، مالیزیا، اندونیزیا او نورو اسلامي هېوادونو کې جید علما په دې برخه کې اجماع لري چې د اسلامي هېوادونو، دارالکفر بلل او په اسلامي هېوادونو کې بغاوتونه کول او ګډوډي رامنځ ته کول، لویه فتنه ده.
هغه زیاته کړه: د باغیانو اعمال، د مسلمانانو له وژلو او د اسلامي هېوادونو له تخریب څخه پرته بل کوم اصلي مقصد او پایله نه لري. له نبوي سیرت او سنت سره تعهد له موږ ټولو او خصوصاً له علماوو څخه غواړي چې په هر اسلامي هېواد کې د خونکارانو د فتنې په مقابل کې په یوه غږ او اتفاق سره اواز پورته کړو. 
هغه زیاته کړه، موږ په ویاړ سره وایوو چې د افغانستان اساسي قانون د اسلامي ارزښتونو له نظره، د اسلامي نړۍ له بهترینو قوانینو څخه دی.
جمهوررئیس پر دې په ټینګار چې د اسلام په تاریخ کې د ښځو برجسته ونډه تل په یاد ولرو وویل، په نبوي سیرت کې د بي‌بي خدیجې رضي الله عنها مقام ښيي چې د اسلام تاریخ له پيل څخه، د وحې له لومړیو شېبو څخه، د نبوي رسالت په ملاتړ کې ښځې اساسي ونډه لرله او دغې ونډې تر اسلامي تمدن دوام کړی دی.  
هغه زیاته کړه: نن هم د هېواد په تحولاتو او پراختیا کې د افغان ښځو ونډه د هېرولو نه ده. مونږ باید د نبوي سیرت پر بنسټ، د افغان ښځو د رول او مقام دساتنې لاپیاوړتیا ته پام وکړو، د هغوی لاسته راوړنو او بریالیتوبونو ته د قدر په سترګه وګورو. هغه کسان چې د ښخو پر وړاندې تبعیضي ذهنیت سره غواړي د افغان مسلمانو ښځو د بریالیتوب خنډ وګرځي، هغوی د هېواد د پرمختګ او د اسلامي تمدن د پرمختګ مخه نیسي.
جمهوررئیس څرګنده کړه: نن د بشري تمدن په کُلي سیر کې د اسلامي تمدن د اغېز لرونکې ونډې په اړه کافي معلومات او پوهه شته. له همدې امله اړینه ده چې زمونږ ځوان نسل دغو رېښو ته ور وګرځي او خپل اصالت وساتي.
هغه زیاته کړه: مونږ د خپلې پوهې په زیاتولو سره کولی شو خپل دیني هویت پیاوړی وساتو. دیني هویت په هیڅ ډول له نړۍ سره په تضاد او مخالفت کې نه دی. برعکس، مونږ اړتیا لرو چې له نورو سره بحث او خبرې وکړو او دا خبرې باید په دوه کچو ترسره شي،  یو د تمدن دننه خبرې اترې او بل له تمدن څخه بهر خبرې اترې دي چې هر یو خپل خاص منطق لري.
جمهوررئیس محمد اشرف غني وویل: علمای کرام له تېر فرهنګ سره زمونږ د نښلېدو کړۍ دي له همدې امله د هغوی ونډه باید د ټولنې په بېلابېلو برخو کې زیاته شي، په ځانګړي ډول د زده کړې په برخه کې. زمونږ جوماتونه باید پر عبادي نقش سربېره، خپل علمي او تعلیمي رول پیدا کړي.
جمهوررئیس دې ته په اشارې چې تر بل هر وخته په ښارونو او کلیو کې جوماتونه، مدرسې او علما زیات شوي وویل، دغه لړۍ به دوام وکړي، هغه خونکاران چې وایي اسلام په خطر کې دی، هغوی ته وایوو چې اسلام په خطر کې نه دی، بلکې ستاسې قتلونه، جنایتونه او بغاوتونه دي چې د مسلمانانو ورځ یې بده کړې ده.
جمهوررئیس وویل، د ولسي تړون پروګرامونو کې باید د قومي مشرانو، مدني فعالانو او نورو ترڅنګ علمای کرام هم خامخا ونډه ولري او له پوهنې وزارت څخه غواړم چې د علم او پوهې په خپرولو کې د ملا امامانو او جوماتونو نقش ته لا زیاته توجه وکړي.
محمد اشرف غني زیاته کړه: زه ډېر خوشحاله یم چې د نبوي میلاد د راتلونکي کال په غونډه کې د غوره علمي مقالو په تېره بیا د نبوي سیرت په برخه کې تر ټولو ښو ليکنو او ترجمو ته جایزې او د لویو علماوو په نوم، نومول شوي مډالونه ورکړم.
جمهوررئیس د خپلو خبرو په پای کې وویل، زمونږ د اسلامي فرهنګ سترو شاعرانو د پېړیو په لړ کې ښه حمدونه او نعتونه ویلي چې باید خلکو ته ورسول شي، ترڅو د خدای او د رسول مینه زموږ زړونو ته زیات قوت ورکړي.
په دې مراسمو کې د جمهوررئیس دویم مرستیال قانونپوه استاد محمدسرور دانش هم خبرې وکړې او د اسلام د مکرم نبي د میلاد ورځې د مبارکۍ ترڅنګ یې د اسلام د ستر پیغمبر د اخلاقو، ځانګړو صفتونو او خلکو سره دنبې کریم (ص) د چلند په اړه د قراني آیاتونو په رڼا کې معلومات ورکړل.
هغه دغه راز د اسلام د ستر پیغمبر د لوړ شخصیت په اړه د غیر مسلمان پوهانو د لیدلورو په اړه هم معلومات ورکړل، وې ویل نن په افغانستان کې شیعه او سني او ټول قومونه یو د بل ورونه دي او د یو، بل حقونو ته درناوی لري او د ملي یووالي حکومت تر رهبرۍ لاندې د خپل ګډ دښمن یعنې بین المللي تروریزم په ځانګړي ډول طالبانو د ډلو، القاعده او داعش پر وړاندې په یوه سنګر کې مبارزه کوي.
هغه زیاته کړه: موږ نن په ازاده سیاسي فضا کې د اصلاحتو په خاطر د هر ډول غونډو او ناستو هرکلی کوو او نیوکې منو، خو باید پوه شو چې موږ ټول د هېواد د ګټو او مصالحوپه دفاع کې ګډ مسوولیت لرو.
استاد دانش زیاته کړه، د پیغمبر (ص) سیرت نه په استفادې د قانون حاکمیت، د عدالت ټینګښت، له بیت المال څخه مشروع استفاده، د ناوړه استفادې مخنيوی، اداري فساد، د ټولنې زیانمن شویو ډلو لکه کوچنیانو او ښځو ته رسیدګي، د بې وزلۍ کمول، خلکو ته د شغل ایجاد او هوساینه د حکومت او د هېواد د سیاسي رهبري له مهمو دندو څخه دي.
هغه د افغانستان بهرني سیاست ته په اشارې وویل، نورو ملتونو او دولتونو ته متقابل درناوی په ځانګړي ډول ګاونډیانو ته، زموږ لپاره اصل دی. زموږ له سرحدونو څخه د هېڅ هېواد ګټې نه ګواښل کېږي، ولې هغه ډول چې موږ خپله په نیابتي جنګونو کې ګډون نه کوو، له ټولو لیرې او نږدې هېوادونو څخه غواړو چې زموږ هېواد د نیابتي جګړو په صحنه بدل نه کړي.
د هېواد یو تن دینې عالم مولوي عبدالغیاث سهرابي هم په دې مراسمو کې وینا وکړه او د اسلام د پیغمبر حضرت محمد (ص) د نېکو اخلاقو یادونه یې وکړه وې ویل، هیله لرم دا درناوی د اسلامي امت د لوړو اهدافو او ارمانونو په ځانګړي ډول د افغانستان قهرمان او دین دوسته ملت چې تل یې غوښتنه د عدالت، ورورګلوۍ، همدلۍ اود یو بل منلو نظام تر سیوري لاندې ژوند کول دي، د تحقق په برخه کې اغېزناکه وي.
په دې مراسمو کې جمهوررئیس غني د هرات ولایت د غیاثیه عالي دارالعلوم د نجونو د برخې مدیرې بي بي حاجي ملکه مهیرې ته د نجونو د ذهنونو د تنویر، په اسلامي علومو د هغوی د سنبالولو او د یاد دارالعلوم د بهتره انسجام او له دې امله  چې خپله ملي او اسلامي دنده یې صادقانه او په موثره توګه ترسره کړې، د مېوند معرکې د اتلې ملالۍ عالي دولتي مډال ورکړ.
بې بې حاجي ملکه مهیرې د یاد مډال له ترلاسه کولو وروسته ټول ملت ته د اسلام د خوږ پیغمبر د میلاد د مبارکۍ ترڅنګ هغې ته د مډال د ورکړې او پوهنې په ځانګړي ډول د نجونو تعلیم ته د حکومت دځانګړې پاملرنې له امله مننه وکړه.#
پاى_ف

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته