امنیت

يو ډار اچوونکى په هرات کې ونيول شو

کابل باختر دتلي اته ويشتمه :
دهرات ولايت امنيتي ځواکونه تيره شپه يو سړي يې د پوليسو د سرتيرو د وژلو په تور ونيوه .
دهرات د پوليسو ويندوى عبدالروف احمدي باخترآژانس ته وويل چې دغه سړي سيد نور نوميږي او دګذرې په ولسوالۍ کې د تروريستي بريدونو په بهيرکې څلور تنه امنيتي ځواکونه يې شهيدان کړي دي .
  احمدي زياته کړه: لومړني تحقيقات ښيي چې دغه سړي د هرات د چشت او د اوبې ولسواليو په بريدونوکې د دولت له مخالفينو سره هم همکاري کړى و.
د احمدي د څرګندونو له مخې: سيدنور د تروريزم پرخلاف د مديريت دکارکوونکو دعملياتو په بهيرکې د هرات ولايت دپوليسو قوماندان او دچټک غبرګون دقطعې پولسو دګذرې ولسوالۍ په مربوطاتوکې نيولى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته