سیاست

دمحمد اشرف غني حکم.

کابل- باختر د وږي دمياشتې ١٣
دشهيد د اوونۍ د هيواد دملي اتل احمد شاه مسعود دشهادت دپنځلسم تلين او دسولې دشهيد پروفيسر استاد برهان الدين رباني دشهادت دپنځم تلين د درناوى دمراسمو د پرځاى کولو دکميسيون دتوظيف په باب دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس محمد اشرف غني حکم.
په ښه توګه دشهيد د اوونۍ ،دهيواد دملي اتل احمد شاه مسعود دشهادت د پنځلسم تلين او دسولې دشهيد پروفيسر استاد برهان الدين رباني دشهادت دپنځم تلين د درناوي دمراسمو دپرځاى کولو په موخه په دې ترکيب يو کميسيون منظورم.
دافغانستان داسلامي جمهوريت دويم مرستيال قانونپوه سرور دانش ، د رييس په توګه .
دبهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني دغړي په توګه.
دجمهوري رياست د ديني چارو سلاکار مولوي عنايت الله بليغ د غړي په توګه.
دملي امنيت دلوى رياست لومړى مرستيال اديب فهيم د غړي په توګه.
داجراييه رياست فرهنګي سلاکار سيد آقا حسين فاضل سانچارکي دغړي په توګه.
دکابل ګارنيزيون لوى قوماندان لوى پاسوال ګل نبي احمدزى دغړي په توګه.
داطلاعاتو او فرهنګ وزارت دخپرونو دچارو معينه دغړې په توګه دملي راډيو ټلويزيون رييس دغړي په توګه.
دمسعود دبنسټ رييس احمد ولي مسعود دغړي په توګه او دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهوري رياست دچارو د ادارې دلوى رياست د دفاع او امنيت رياست استازى دغړي په توګه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته