نړۍ

منچستر ستي د ٢٠١٢ کال دکاميونيتي شيلد دخيريه جام اتل شو ( سايت )

کابل باختر د زمري  در  ويشتمه

 د منچستر ستي  دفوتبال ټيم پرچلسې په برياليتوب سره د ٢٠١٢  کال دکاميونيتي دخيريه جام  اتل شو

 دغه تيم وکوالاي شول په يوې په زړه پورې خو ښکلي لوبې سره ددوو په مقابل کې په دريو سره داروپا دکمپونو داتلانو دليګ اتل  ته ماتې ورکړې اوله کلونو کلونو وروسته يې داتلولى جام ترلاسه کړ .

  لومړى نيمايې دچلسي په لوړتيا سره پيل شو دغه تيم په دې يرغليزې  لوبې سره خپل پخواني سيالۍ   منچستر  ستي تر فشار لاندې ونيوه تر څو چې يوګول يې ترلاسه کړ .

  دلوبې  لومړۍ ګول دلوبې  په څلويښتمه دقيقه کې دچلسې داسپانوي  يرغلګر فرناندو تورس ووهل شو دلندنې کمپ پرتګالې هافبک راميرس  دجريمې په انګړ کې تورس  ته توب  ورساوه او ده ته په ښکلي ګوزار سره يې په ګول واړاوه .

 دلوبې لومړۍ نيمايې  لاپاى ته نه ورسيدلي چې دچلسې مدافع ايوانويچ دمنچستر ستي  دلوبغاړي کالاروف پر پښو دسختي تيروتني په دليل  په مستقيمه توګه دحکم له سره کارت سره مخامخ شوتر څو دلندن ابې جامي لرونکى دلوبې دويمه نيمايې له لسو تنو سره ترسره کړي ابوا نويچ په دغه سره کارت سره به ښايې دغوره ټيمونو په راتلونکى لوبه کى دخپل تيم له ملګرتيا څخه بې برخى شي

  منچستر ستي چې په لومړى نيمايې کې ښه  څرګند نه شو دلوبې په دويمه نيمايې  کې دچلسي له لس کسيز کيدو څخه ګته ترلاسه کړه اولوبې ته بيرته راوګرځيد .

   دغه ټيم لوبې په درې پنځوسمه دقيقه کې په ګولونوکې برابرشول  يحيي توره دجان تيرى له تيروتني څخه استفاده وکړه او دپيترچت په  دروازه کې په ښکلي  شوت بريالي شو .

 درابرتو مانچيني ټيم  د يحيي توره له ګول وهلو پنځه دقيقي وروسته په ګول وهلو بريالي شو تر څو چلسي دخپل ګول وهنې طلايې موقعيتونو دله لاسه ورکولو زياته پښيماني احساس کړي .

 دمنچستر ستي ارژانتيني يرغلګر کارلوس  تبس دجريمې دانګر  دچت په لور دتوپ خاوند شو او دچلسي دبرازيلي مدافع داويد لويز  څخه  په مخکې کيدو سره ددغه ټيم ددروازي له څنډې څخه ګول وواهه .

 منچستر ستي دلوبې په دويمه نيمايې  کې په ښکلو فعاليتونو او دزياتو بريدونو په طرحه کولو سره  دريم ګول ترلاسه کړ .

 ددغه تيم مسلمان او فرانسوي  لوبغاړي سمير نصري په ښکلي حرکت سره  پيتر چت او دچلسي دوه تنه مدافع لوبغاړي  وغولول او توپ يي  هدف ته ورساوه .

 چلسي ديو پردرې  په توپير سره  څه له لاسه نه ورکول  او دمنچستر ستي په دروازه يې بريدونه وکړل او په پاى کې  له رايان برتراند له خوا اختلاف يي يو ګول ته ورساوه .

 دغه ګول په اته اويا يمه دقيقه کې دياس فرانک  لمبارد له خوا ووهله شو چلسي دلوبي  پاى ته دلسو دقيقو په پاتي کيدو سره په بريد لاس پورې کړ خو دغو بريدونو  ځاى يي ونه نيوه اوپه پاى کې  منچستر  ستي له دريمي برخي څخه ددوو برخو  په نتيجي سره بريالي شو او دچلسي له خوا دخپل تيرکال ماتي جبيره يي وکړه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته