خبرونهامنیت

يو قومي مشر په هلمند کې ترور شو

کابل / د سلواغې ۵ مه / باختر
په هلمند کې يو قومي مشر د ناپېژاندو وسله والو کسانو په ډزو کې ووژل شو.
موټرسايکل سپرو يرغلګرو پر حنيف اڅکزي نن له غرمې مخکې د هلمند په مرکز لښکرګاه ښار کې بريد وکړ.
ويل کېږي دغه قومي مشر د جمهوررييس محمد اشرف غني د سلاکار جمعه خان اڅکزي ورور و.
د هلمند د امنيې قوماندانۍ يو مقام باختر آژانس ته وويل چې يرغلګر پر حنيف اڅکزي له ډزو وروسته په تيښتې بريالي شول او د هغوى د موندلو او نيولو لپاره هلې ځلې پيل شوې دي.
تراوسه د دغه قومي مشر د ترور مسووليت چا په غاړه نه دى اخیستى، خو سيمه یيز خبرځايونه یې وسله وال طالبان عاملين بولي.
په افغانستان کې د هدفي وژنو زياتوالى د خلکو د اندېښنې سبب شوی دی.
ختم-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته