امنیت

وسله والو طالبانو دسولې دشورا يو غړى وواژه

کابل باختر د غبرګولي يوولسمه :
  وسله والو طالبانو پرون دجوزجان ولايت د سولې دشورا يو غړى وواژه .
دجوزجان ولايت  دامنيې قوماندانۍ ويندوى  دباختراژانس خبريال ته وويل دجوزجان ولايت دسولې دشورا غړى  غلام دستګير دوسله والو طالبانوله خوا دشبرغان ښار دمرغاب په کلي کې  ووژل شو .
  خبرځاى زياته کړه دسولې دشورا دغه غړى څو ځلې دوسله والو طالبانوله خوا  ګواښل شوى هم و چې په پاى کې يې دى يې له کوره وايست اوويې واژه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته