سیاست

تبصره

کابل باختر  دزمري  ديرشمه :
جمهور رييس محمد اشرف غني دهيواد دخپلواکۍ دبيرته ترلاسه کولو دشپږ نوي يمې  کاليزې په مناسبت په خپلې وينا کې ټينګار وکړ هيڅوک نه شي کولاى چې په ګواښ سره خپلې غوښتنې په افغانانو ومني .
دباختراژانس مبصر ليکي .
جمهور رييس غني وړمه ورځ په هغو ځانګړو مراسمو کې چې دهيواد دخپلواکۍ دبيرته ترلاسه کولو شپږ نوي يمې کاليزې په مناسبت په کابل کې پرځاى شوي و دخپلې وينا په ترڅ کې په يوه روښانه پيغام کې دافغانستان ګاونډيانو ته په ډاګه کړه چې بايد دتروريزم پرخلاف مبارزه دسيمې دهيوادونو دپروګرامونو په سرکې  وي او ټول بايد په دې پوه شي چې هيڅوک نه شي کولاى خپلې غوښتنې په ګواښ سره په افغانانو ومني .
جمهور رييس غني يوځل بيا دسولې او دسوله ئيز ګډ ژوندانه په باب خبرې وکړې خو ټينګار يې وکړ چې موږ دپتمنې او هميشنۍ سولې او له ټولو ګاونډيانو او دسيمې او نړۍ له هيوادونو سره ددوستانه اړيکو دټينګښت غوښتوونکي يو .
جمهور رييس غني دغه راز وويل چې افغانستان نن له ډول ډول ګواښونوسره مخامخ دى او له دغه شان ګواښونوسره دمقابلې په مقصد دسيمې او نړۍ دهيوادونو ترمنځ همغږۍ اوهکارۍ ته اړتيا ده .
سره له دې چې جمهور رييس غني په خپلو وروستيو خبرو کې کوم خاص هيواد ته اشاره ونه کړ خو دافغانستان دخلکو پرخلاف ورځ په ورځ زياتيدونکي تروريستي ګواښونه ددې څرګندوى دي چې دسيمې په کچه مشخصې کړۍ له خپلو استخباراتي سازمانونو سره په لاس يوکولو کې په دې لټه کې دي چې له زور څخه د کار اخستلو او له تروريستي جريانونو اوشبکو څخه په استفادې سره خپلې ټاکلې غوښتنې په افغانستان وتپي .
لکه څنګه چې دسيمې په کچه په  نويو انکشافاتو سره چې يوه يې دوسله والو طالبانو دډلې دمشر ملا محمد عمر مرموزه مړينه ده په هيواد کې تروريستي  فعاليتونو زور اخستى دى او دافغانستان ددولت وسله وال مخالفين چې له افغانستان څخه بهر پټنځي لري هم دتيرو وختونو په نسبت  تريخ چلند او عمل کوي .
نن ورځ افغانستان په تيره بيا دهيواد دشمال ولايتونه له بيلابيلو هيوادونو څخه دڅو مليتي تروريستانو دشتون ډګر دى.
که څه هم دغه تروريستان  جلا جلا مليتونه او هيوادونه لري خو له يوې خاصې او مشخصې ساحې څخه افغانستان ته را استول کيږي چې په وحشت  او دهشت لاس پورې ، ويجاړتياوې وکړي او په پاى کې  دبهرنيو استخباراتي  سازمانونو هدفونه عملي کړي .
سره له دې چې دافغانستان دولت دسوله ئيز  ګډ ژوندانه ، له جګړې  څخه دلاس اخستلو او دنه لاسوهنې اصل دخپل بهرني سياست دلومړيتوبونو يوه برخه بولي او په دې ټينګار کوي چې بايد دتروريزم تعريف  يوخيل وي نه سليقوي .  سره له دې چې پټ او څرګند لاسونه هلې ځلې کوي چې خپلې غرضي اوماجرا غوښتوونکي غوښتنې په افغانانو  وتپي او دنا انډوليزو اړيکوپه ټينګولو سره په افغانستان کې  دخپلو اوږد مهالو هدفونو په لټه کې  دي او هلې ځلې کوي چې په افغانستان کې دامنيتي تشو په ژور والي او بې ثباتۍ سره خپل دغه هدفونه ترلاسه  کړي . په داسې  حال کې چې دافغانستان دولت دپيغامونو په ليږلو ، د ديپلوماتيکو هيئتونو په استولو او په نورو هڅو سره نه يواځې له تروريزم  او بنسټپالنې سره دمبارزې  او دسيمه ئيزو اړيکو په برخه کې خپل دريځ بيان کړى دى بلکې  له مقابل لورې څخه څخه  هم غوښتې  دي چې  په احتياط  سره حرکت وکړي او په نړيوالو او سيمه ئيزو اړيکو کې منل شوي اصول دې  رعايت کړي .
دسياسي کارپوهانو په باور دمغرضو کړيواو هيوادونو په پته دجمهور رييس غني وروستي څرګندونې په يوښه اومناسب وخت او فرصت کې وشوې  دغه څرګندونې په داسې وخت کې کيږي چې موږ د هيواد دخپلواکۍ دبيرته ترلاسه کولو کاليزه نمانځو او په همدې حال کې په داسې وخت کې  بيانيږي چې له ګڼو ستونزو سره  چې ټولې يې په بهر  کې  جرړې لري لاس او ګريوان يو .
داپه ډاګه کوي چې دخپلواکۍ په حق ژمن او هوډمن يو او هغه ساتو او لاپسې ټينګوو او دستونزواو لاسوهنو له پراختيا سره سره دپخوا په شان هوډمن پاتې کيږو او ګواښونو ته نه تسلميږي  ښه به وي چې بهرني ماجرا غوښتوونکي ا و مغرضين  په هوښ راشي او خپلې خبرې  کړنې او عملونه په عاقلانه ډول وسنجوي او دافغانستان  دسيمه ئيزو اړيکو دټينګښت لپاره دې بې معنى  اوبې ځايه نسخې له ورکولو څخه ډډه وکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته