سیاست

دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس حامدکرزي دازادي دسلب په سيموکې دځورونې اوناوړه چلنددشتون دحقيقت موندلودهيئت دوړانديزونودتطبيق په باب يو فرمان منظور کړ

کابل باختر دسلواغې اته ويشتمه
دافغانستان داسلامي جمهوريت  جمهور رييس حامدکرزي  دازادي دسلب  په سيموکې دځورونې اوناوړه چلنددشتون دحقيقت موندلودهيئت  دوړانديزونودتطبيق په  باب يو فرمان  منظور کړ . 
دهيواد په نظارت خونو ، توقيف خونو او جيلونوکې دځورونې او ناوړه چلند دمخنيوي او دمظنونينو او متهمينو دکشف تحقيق او عدلي تعقيب په پړاونوکې دپوښتنې په وخت کې دمظنونينو، متهمينواو محجوزينودبشري حقوقو درعايتولو په مقصد دافغانستان داساسي قانون پرتطبيق باندې دڅارنې دخپلواک کميسيون  دمرستيال پوهندوى عبدالقادر عدالت خواه  په مشرۍ او دکابل پوهنتون دحقوقو اوسياسي علومو دپوهنځي درييس ، دافغانستان داسلامي جمهوريت  دجمهوري رياست دمقام دعدلي او حقوقي چارو دمشورتي بورد دواکمن استازي ، دکورنيو چارو وزارت او دملي امنيت دلوى رياست دحقوقي سلاکارانوپه ګډون دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهوري رياست  د١٣٩١ کال دسلواغې دمياشتې ددريمې نيټې په ٦٦٧٣ګڼه حکم کې دليکل شوي حقيقت موندلو واکمنۍ کميټې دپيشنهادي رپوټ په رعايتولو سره چې  له ٢٨٤ تنو بنديانو ، متهمينو ، مظنونينو او محجوزينو سره دمستقيمو مرکو اودکابل ، قندهار او هرات دولايتونو دازادي دسلب دسيمو دکتنې په ترڅ کې دافغانستان داسلامي جمهوريت عدلي اوقضايي کميټې ته وړاندې کړي دي ،دنيونې او تحقيق په وخت کې دځورونې او ناوړه چلند دمخنيوي په لاره کې ، دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهوري رياست عالي مقام دغه مراتب  منظور کړل .
١_ دافغانستان داسلامي جمهوريت  لويه څارنوالي موظفه ده :دحقيقت موندلو دهيئت دڅيړنو نتيجې چې په ضميمه رپوټ کې منعکسې شوي دي دجيلونو او توقيف خونودقانون د٥١مادې له صراحت سره  سم وڅيړي او دځورونې عاملين دى تر عدلي څارنې لاندې ونيسي چې هيڅ بندي مظنون ، متهم او محجوزپه راتلونکي کې ونه ځورول شي او بې موجبه په مجازاتو محکوم نه شي .
٢_ داساسي قانون له حکمونوسره سم دجرم کشف دپوليسو دندې اوتحقيق او ددعوا اقامه دڅارنوالي صلاحيتونه دي ،  په داسې  حال کې چې ځينې امنيتي او کشفي ارګانونه  دتحقيق دنده هم پرمخ بيايي او مظنونين له دوه اويا ساعتونو څخه زيات ساتي .
له دې امله اړوندو ارګانونو ته دنده سپارل کيږي چې خپلې  ورسپارل شوي چارې  دى  دهيواد دنافذو قوانينو له حکمونوسره سمې ترسره کړي او په هغو چارو کې  چې په دوى پورې اړه نه لري له لاسوهنې څخه په کلکه ډډه وکړي .
او دمظنونينو دوسيه دې  په ټاکلي قانوني موده کې  بشپړه او اړوندې څارنوالي ته دى  وسپاري .
  ٣_ داساسي قانون د٢٩ مادې له صراحت سره سم دانسان ځورونه اوتعذيب منع دى .
دکورنيو چارو وزارت ، دملي امنيت دلوى رياست او دافغانستان داسلامي جمهوريت دلوى څارنوالي  دکشف او تحقيق ارګانونو ته  لارښوونه کيږي  چې د حقايقو دکشف په مقصد دنيونې او تحقيق په وخت کې دې هيڅ يو مظنون او متهم تعذيب نه کړي .
٤_ دعدليې وزارت ته لارښوونه کيږي  چې دکابل پوهنتون دحقوقو او دشرعياتو دپوهنځيو او دنورو اړوندو مرکزونو په همکارۍ دحقوقي مساعدينو دبورد غونډې وخت په وخت  جوړې کړي او په مدافعو وکيلانو دنه لاسبري او دنيول کيدو دپيل له وخت څخه  ټولو توقيف شويو کسانو او بنديانو ته دهراړخيزو او دعمومي حقوقي خدمتونو دوړاندې کولو او څيړنې په برخه کې دتوقيف شويو کسانو او دبنديانو ستونزې لکه څنګه چې داساسي قانون په ٣١ ماده کې ليکل شوي دي وڅيړي .
دعدليې وزارت  مکلف دى چې دحقوقي مرستو اوسني تشکيل بيا وڅيړي او دمظنونينو ، توقيف شويو کسانو او دبنديانو دشمير په رعايتولو سره دى  عيار کړي .
٥_ دکورنيو چارو وزارت  او دملي امنيت  لوى رياست  موظف دي  چې دنيول کيدو له هماغه پيل څخه  دازادي دسلب  په مرکزونو اوپه اړونده نظارت خونو او توقيف خونو کې مظنونينو ته  په مدافع وکيلانو او حقوقي مساعدينو دلاسبري  لازمې اسانتياوې  برابرې کړي .
٦_ دکورنيو چارو او دعامې روغتيا وزارتونه  موظف دي  دهغو توقيف شويو کسانو او بنديانو په علاج او درملنې  چې دبيلابيلو ناروغيو او يوشمير هم دپوښتنې په وخت کې دوهلواو ډبولو له امله درامنځته شويو ناروغيو له امله شکايت لري ، دجيلونو او توقيف خونو دقانون  د ٢٧ مادې له مخې  په ډير لنډ ممکن وخت کې  اقدام وکړي .
٧_ دافغانستان داسلامي جمهوريت لويه څارنوالي دکورنيو چارو وزارت  دجيلونو او توقيف خونو له لوى رياست سره  په همکارۍ کې موظفه ده هغه توقيف شوي کسان او بنديان چې دمحکمو له خوا بري الذمه  پيژندل شوي دي او يا  دخپل بند ټاکلي موده يې  تيره کړې ده خولاتراوسه پورې  په جيلونوکې شپې سبا کوي اوشهرت يې دجلاجدول په ترڅ کې دموظفې کميټې له رپوټ سره يوځاى  وړاندې شوي دي ، دجيلونو او توقيف خونو دقانون د٥٠ مادې له مخې له څيړنې وروسته په خلاصون کې يې ددوومياشتو په دننه کې  قانوني اقدام  عملي کړي .
٨_ دافغانستان داسلامي جمهوريت ستره محکمه موظفه ده دهغو توقيف شويو کسانو دوسيې چې اوږده موده يې  په جيلونو او توقيف خونوکې تيره کړې ده خو محکموددوى دنسبتي دوسيو په باب  په ټاکلي  موده کې خپلې پريکړې  نه دي صادر کړي او ددوى دنسبتي دوسيې  دڅيړنې ټاکلي موده له قانون سره سم تيره شوې ده . دمجربو قاضيانوپه موظف کولو سره ددغو اشخاصو ددوسيو په څيړنه او دپريکړې په صادرولو کې سملاسي تدبيرونه  ونيسي . له دې پرته  دازادي دسلب  دسيمو مسوولين صلاحيت لري چې دجيلونو اوتوقيف خونو دقانون دشلمې مادې  دڅلورمې فقرې  له حکم سره سم ددغه شان اشخاصو په خلاصون  اقدام وکړي او دنه اجرا په صورت کې دې ، ددغه شان قضيوپه اړوند دازادي دسلب  دسيمومسوولين  له وظيفوي صلاحيت څخه دناوړې استفادې  دجرم په اړوند دمربوطې څارنوالي له خواتر عدلي څارنې لاندې  ونيول شي .
٩ _ دافغانستان داسلامي جمهوريت  ستره محکمه  ، دعدليې وزارت  او لويه څارنوالي  موظف دي ددولت دامکاناتو په حدودو کې په هغو ولسواليو کې چې تراوسه پورې  دغه مرکزونه نشته  محکمې ، څارنوالي او دحقوقو مديريتونه دسوپر اسکيل ،  سي بي ار په کافي امتيازاو په نورو ډول ډول قانوني امتيازونو سره فعال کړي  چې دهيواد اتباعو دبشري حقوقو دترپښو لاندې کولو مخه ونيول شي او دقانون دواکمني پربنسټ  دنظام دټينګښت او پراختيا زمينه برابره شي .
١٠_ دکورنيو چارو وزارت ، دلوى څارنوالي اداره او دملي امنيت لوى رياست موظف دي  چې دمسلکي ظرفيت دلوړولو په لاره کې هغو منسوبينو ته  چې دقانون دنافذولو ، دقانون دساتنې او دتحقيق په برخو کې دنده ترسره کوي  دکشف تحقيق او داثارو دراټولولو او د جرمي علايمو دترلاسه کولو داصولو دزده کړې په مقصد دبشري حقوقو اوداړوندو څانګو او مسلکي مضمونونوروزنيز کورسونه جوړ کړي او اړونده منسوبين دى  ترجدي مسلکي روزنې لاندې  ونيسي .
١١_ اړونده ارګانونه  موظف دي  چې دکشف او تحقيق ادارې په مدرنو وسايلو او تجهيزاتو سره  چې دجرم دثابتولو په لاره کې کارول کيږي ، سمبالې کړي او دتحقيق بهير دې په ويديويي کستونو کې ثبت کړي . او له نورو اشخاصو څخه  دهرراز شکايت  مجال دى منتفي کړي .
جنايي پوليس  او عدلي پوليس  مکلف دي چې دمجرمينو دجنايي تصويرونو په ګډون دجرم مادي دلايل دپيښې دځاى دڅيړنې په وخت کې  په علمي او تخنيکي ډول  وساتي او دوسيې دى په ټاکلي قانوني وخت کې له بشپړولو وروسته  دعدلي څارنې په مقصد اړوندې څارنوالي ته وسپاري  اوله جرمي مدارکو دلايلو او سندونو پرته  له هرراز نيونې او توقيف څخه دى  په کلکه ډډه وکړي .
١٢_ دافغانستان داسلامي جمهوريت  قاضي القضات ، لويى څارنوال ، دعدليې وزير ، دکورنيو چارووزير او دملي امنيت لوى رييس  دى  په اړوندو برخو کې  په جدي توګه ددغه فرمان  دتطبيق بهير وڅاري او دترسره شويو اجرااتو څرنګوالي دى  دچارو دادارې او دوزيرانوشورا ددرالانشا  له لوى رياست سره  په همکارۍ کې په هرو دريو مياشتو کې دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهوري رياست مقام ته  رپوټ وړاندې کړي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته