امنیت

نورستان ته دکورنيو چارو وزارت ديو جګپوړي هيئت سفر

کابل باختر دوري  اوولسمه

  دکورنيو چارووزارت امنيتي او استخباراتي مقاماتو نورستان ته سفر وکړ .

  ددغو مقاماتو دسفر هدف دامنيتي حالاتو ، له تروريزم سره دمبارزي دبهير  څيړل او دافغان ځواکونو دستونزو ښه پوهيدل بلل شوي دي .

 دکورنيو چارو وزارت دامنيتي چارو ارشد معين عبدالرحمن رحمن ددغه هيئت مشر دي  رحمن په دې سفر کې دپارون په ښارو کې له سيمه ئيزو مسوولينو اوقومي مشرانو سره کتلي  اووروسته دحالاتو دڅيړنې او له افغان ځواکونو سره دکتنې په مقصد دبرګمټال  ولسوالۍ ته تللي دي هغه ولسوالۍ ته چې  وسله والوطالبانو ادعا کړې وه   په زياتو سيمو کې يې شتون لري .

 دنورستان ولايت امنيه قوماندان غلام الله نورستاني باختر اژانس ته وويل  دکورنيو چارووزارت دامنيتي چارو ارشد معين په دې سفر کې دافغان ځواکونو   ځواکمني وڅيړل او ژمنه يې    وکړه چې ډير ژر به په دغه ولايت کې دخلکو د ژوندانه دښه کولو او له تروريزم سره دمبارزي په  مقصد  دپوليسو دځواکونو يو نوي ستر واحد ځاي پرځاى شي .

 داپه داسې حال کې ده چې دملي دفاع وزارت مقاماتوويلي دي چې په نورستان کې  دثبات دتينګښت او دتروريزم پرخلاف دمبارزي په مقصد ديو مرستندوي پوځي واحد د ځاى پرځاى کولو لپاره پروګرامونه تر اجرا لاندې لري .

  دپوليسو  دځواکونو دسپکو او درندو جنګي وسايلو کمښت او دغو ځواکونو ته  په خپل وخت د امتيازونو رسيدل دهغومسئلو له جملې څخه وو چې سيمه ئيزو مسوولينو او دنورستان امنيتي  ځواکونو په دي سفر کې  دکورنيو چارو له مقاماتو سره طرحه کړي .

 عبدالرحمن  رحمن ددې  سفر په بهير کې له سيمه ئيزو  مسوولينو او امنيتي ځواکونوسره ژمنه وکړه چې  دير ژر به ددوي  وړانديزونه  وځيړل شي

 نورستان دافغانستان په ختيځ کې له پاکستان سره ددوه سوه پنځوس  کېلومتره پولي په لرلو سره  کله ناکله دطالبانو  د ډلې دفعاليتونو شاهد  دي .

 يو له دغو تروريستي  فعاليتونو څخه په تيره اوونۍ کې  ددوبااوکامديش په ولسواليو پر امنيتي پوستو دطالبانو د ډلې دافرادو پراخ بريد و هغه بريدچې ددغې ډلې غړو ته دسرزيات تاوانونه واوښتل .

 دغه راز په دې وروستيو کې د افغان امنيتي مقاماتو استخباراتي خبرونه ښيي چې په دغه ولايت کې دپاکستاني طالبانو  شتون  دزياتيدو په حال کې دي .

  دسيمه ئيزو  مقاماتو له خوا د ورکړل شويو احصائيو له مخې  همدا اوس  په سلګونو تنه  پاکستاني وسله وال طالبان په نورستان کې شتون  لري

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته