خبرونهامنیت

په بامیانو کې د یوې ځوانې نجلۍ مړی وموندل شو

 کابل،د چنګاښ٣ مه، باختر     

دباميانو په مرکز کې ديوې ځوانې نجلۍ مړى وموندل شو.

۲۴ کلنه رقيه د کډوالو او راستنیدونکو چارو ریاست کارکوونکې وه چې يوه میاشت وړاندې  د بامیانو له ښارڅخه تښتول شوی وه.

د باميانو د امنيې قوماندانۍ وياند محمد خواني رسا باختر آژانس ته وويل ،د دغې ځوانې نجلۍ مړى پرون ناوخته د باميانو ښار له شهيدانو سيمې  څخه وموندل شو.

د  راپورونو له مخې، انسان تښتوونکو د رقيې مړی له  وژلو وروسته په یوه څاه کې غورځولى و.

دباميانو امنيتي ځواکونون يو تن ددغې نجلۍ دوژلو په تور نيولي دى.

پوليس وايي نيول شوي سړي د ځوانې رقيي په وژلو اعتراف کړى دى.

تر اوسه د دې وژنې انګیزه نه ده روښانه شوې.

\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته