ټولنه

د افغان مېرمنو آنلاين نندارتون پرانيستل شو

کابل/ باختر / د کب د میاشتې ۱۱مه
د افغان مېرمنو آنلاين نندارتون نن د ښځو چارو د وزيرې دلبر نظري او يو شمېر سوداګرو ښځو له خوا په کابل کې پرانيستل شو.
دباختر آژانس د خبريال دخبرله مخې:
د ښځو چارو وزيرې د دغه نندارتون د پرانيستلو په مراسموکې، د افغان مېرمنو د آنلاين نندارتون د پرانيستلو په غونډه کې د ګډون په خاطر له برخه والو څخه په مننې سره وويل: د ښځو چارو وزارت د هرهغه مثبت ګام هرکلى او ملاتړ کوي چې د ښځو لپاره پورته کېږي. دې د افغان مېرمنو د آنلاين نندارتون پرانيستل دښځو په ګټه وباله.
له بله پلوه د افغان مېرمنو د آنلاين نندارتون رئيسې راحلې متين، د افغان مېرمنو د آنلاين نندارتون د پرانيستلو مهم هدفونه د محصولاتو پلورنه، بازارموندنه اوپه تجارتي سيمو او بازارونو کې د تجارتي خدمتونو په لاره کې د ښځو د ستونزو لرې کول وبلل او ويې ويل: ټاکل شوې ده د دغه نندارتون له لارې د زرو ښځو دمحصولاتو لپاره  د وړيا لېږدونې فرصتونه برابر شي .
دغه راز په دې غونډه کې د اجرائيه رياست د اقتصادي برخې کارپوه سليمان احمد کاميار او د زر دوزۍ موسسې رئيسې يلدا عظيمي هم د آنلاين نندارتون د ارزښت په باب خبرې وکړې.
په پاى کې د آنلاين نندارتون رئيسې راحلې متين، د سوداګرو ښځو ستاينليک د ښځو         چارو وزيرې ته ورکړ.
پاىج  ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته