ورزش

دصداقت ټيم اتل شو .

کابل باختر د سلواغۍ څلورمه :
په کا بل کې دفوټسال دغوره ليګ دصداقت ټيم په اتلوالى سره پاى ته ورسيدې .
  دفوټبال  فدراسيون دفوټسال کميټې مرستيال عبدالرزاق  دباختر اژانس خبريال ته وويل :دفوټسال  دغوره ليګ سيالۍ چې څلور اوونۍ مخکې   دشپاړلسو ټيمونو ترمنځ په دوو ګروپونو کې  دفوټبال دفدراسيون  په جمنازيوم کې پيل شوې وې په پاى کې په ورسوتي پړاو کې دصداقت اوشمس ميرزايي ټيمونو ترمنځ لوبه ددوو په وړاندې په شپږو سره دصداقت  ټيم په ګټه  پاى ته ورسيده او دغه ټيم لومړى مقام وګاټه .
دغه راز دشمس ميرزايي اوصديقي ټيمونو دويم او دريم مقامونه وګټل . 
ديوه اړونده خبرځاى دڅرګندونوله مخې  : دصداقت له ټيم څخه اکبر کاظمي ددغوسياليو د ډير غوره لوبغاړي  لقب او له سنايي ټيم څخه محمد علي توکلي  دڅلور ديرشو ګولونو په وهلو سره دګول دښاغلي لقب وګاټه

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته