امنیت

اتلس تنه وسله وال طالبان په فراه کې ووژل شول

فراه باخترد تلې ۱۱ مه
په فراه ولایت کې ۱۸تنه وسله وال طالبان تېره شپه ووژل شول .
د فراه د امنیې قوماندانۍ ویاند محب الله محب باختر آژانس ته وویل چې دغه وسله وال طالبان ددغه ولایت د مرکز په برنکتوت کلي کې د امنیتي منسوبینو او د خاصې قطعې د پولیسو په کمین کې ووژل شول .
په وژل شویو کسانوکې د وسله والوطالبانو د ډلې یو مشهور قوماندان ملالونګ هم شامل دی .
ده زیاته کړه چې په دې پیښه کې ۹ تنه نوروسله وال طالبان هم ټپیان شوي او د دښمن درې موټر سایکلونه او یوه اندازه جنګي وسایل ترلاسه شوي دي.
ختم/ ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته