امنیت

په ننګرهارکې د چاودنې له امله پنځه تنه شهيدان شول

جلال آباد باختردليندۍ دمياشتې ١٢نيټه :
د ننګرهار ولايت مرکز د جلال آباد ښار نن له غرمې وروسته د يوې سختې  چاودنې ډ ګر و.
دغه چاودنه په جلال آباد ښارکې د شيرزي ورزشي ډګر ته څېرمه ټيک هغه وخت رامنځته شوه چې په سلګونو تنو خلکو له جمهور رئيس محمداشرف غني سره  د ملاتړ په غونډه کې د ګډون لپاره راټول شوي وو .
د هېواد په ختيځ  کې د پوليسو يوه جګپوړي قوماندان باختر آژانس ته خبر ورکړ
چې د لومړنيو رپوټونوله مخې، په دې چاودنه کې پنځه تنه شهيدان او ديارلس تنه نور ټپيان شوي دي.
بم په ښکاره په يوه موټرسايکل کې ځاى پرځاى کړى شوى و او د ګڼو ملګي وګړو ترمنځ وچاوديد.
تر اوسه پورې د دغې خونړۍ پيښې مسووليت چا په غاړه نه دى اخيستى.
د دغې پيښې جزئيات وروسته خپريږي.
پاى   ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته