سیاست

د چک قونسلګرى په مزارشريف کې پرانستل کيږي

ابل – باختر دسلواغې دمياشتې ٣٠
د افغانستان د اسلامي جمهوريت اجراييه رييس ډاکترعبدالله عبدالله پرون په کابل کې د چک له سفير ميروسلاو کاسيک سره وکتل او د دواړو هيوادونو ترمنځ يې د اقتصادي همکاريو د پياوړتيا او په مزارشريف ښارکې د چک جمهوريت د قونسلګرى د جوړولو په باب خبرې وکړې.
د اجراييه رياست مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې د دواړو هيوادونو ترمنځ د دوه اړخيزو اړيکو او په تېره بيا د اقتصادي اړيکو په پراختيا باندې ټينګار وکړ.
کاسيک په همدې حال کې په مزارشريف ښارکې د خپل قونسلګرى د پرانستلو په لاره کې د خپل هيواد د تياريو خبر ورکړ او زياته کړه چې دغه قونسلګري به په اقتصادي برخه کې فعاليت وکړي.
دغه راز په افغانستان کې د چک سفير په دې بيان سره چې د دغه هيواد شرکتونه چې په تيرو کلونوکې په بېلابېلو برخوکې په افغانستان کې فعاليت کاوه؛ اوس هم علاقمندي لري چې په دغه هيوادکې خپل فعاليتونه بيا پيل کړي.
ده زياته کړه: د هيواد شرکتونه يې چمتو دي د افغانستان د وسله والوځواکونو د اړتياوو په پام کې نيولو سره لازمې وسلې او تکنالوژي د افغانستان ځواکونو ته ورکړي.
د چک سفير دغه راز زياته کړه: هيواد يې چمتو دى چې د انجنيرى او طب په څانګوکې افغانستان ته بورسونه ورکړي .
د افغانستان د اسلامي جمهوريت اجراييه رييس هم په تيرو کلونوکې د چک جمهوريت د مرستو له امله د قدردانۍ په ترڅ کې د دواړو هيوادونو ترمنځ يې د همکاريو په دوام باندې ټينګار وکړ او د چک جمهوريت سفير ته يې وويل: متبوع هيواد يې چمتو دى چې په افغانستان کې د چک جمهوريت شرکتونو ته د فعاليت په خاطر لازمې زمينې برابرې کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته