سیاست

د جمهور رييس وياند ايمل فيضي: د هيواد په وروستيو نا آراميوکې د پاکستان پنجابي او اردو ژبې تروريستان عملاً ښکيل وو

کابل- باختر د زمري دمياشتې ١٦
د جمهور رييس وياند ايمل فيضي وايي: د هيواد په وروستيو نا آراميو او تروريستي بريدونوکې دپاکستان پنجابي او اردو ژبې تروريستان عملاً ښکيل وو.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ:
ايمل فيضي دغه څرګندونې د زمري په ١٥مه پژواک خبري آژانس ته وکړې، ويې ويل: پاکستان په څه باندې لسوکلونوکې له تروريزم څخه د وسيلې په توګه استفاده کړې او لا يې هم کوي .
هغه زياته کړه چې په يادو کلونوکې ولسمشر کرزي ډيره هڅه وکړه چې له پاکستان سره په ګډه د تروريزم پرضد مبارزه وکړي، خو پاکستان په دې برخه کې نه يواځې دا چې همکاري يې ونه کړه؛ بلکې له تروريزم څخه يې د سياسي ابزار په توګه ګټه واخيسته .
ايمل فيضي وويل چې دغه راز پاکستان له افغانستان سره د سولې په پروسه کې هم صادقانه ګام پورته نه کړ او د سولې له پروسې سره د مرستې پرځاى يې په خپله خاوره کې د افغانستان مسلح مخالفينو او د وسله والو لپاره روزنځايونه جوړکړل.
ده وويل: په افغانستان چې کوم وروستي بريدونه شوي؛ د جنګ قومانده يې دپاکستان دنظاميانو په لاس کې وه چې په دغو تروريستي بريدونو او وروستيو عملياتوکې دافغانستان دامنيتي ځواکونو لخوا دښمن ته غاښ ماتوونکي ځوابونه ورکړل شوي او دښمن ته سخته مرګ ژوبله اوښتې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته