امنیت

ناپيژندل شويوکسانو د جرم د څارنوالۍ ودانۍ ته اور واچاوه

کابل باختر د وږي دري ويشتمه :
دبدخشان ولايت دجرم ولسوالۍ د څارنوالۍ ودانۍ ته تيره شپه اور واچول شو .
دبدخشان ولايت د استيناف څارنوالۍ رييس محمد وزير جلالي باخترآژانس ته وويل: دغې ودانۍته دناپيژندل شويو کسانو له خوا اور اچول شوى دى او ددفترونو ټولې دوسيې او سندونه يې له منځه تللي دي .
ويل کيږي د پيښې د څيړنې لپاره له مرکزڅخه هيئت ټاکل شوى او دجرم ولسوالۍ ته استول شوى دى .
دپيښې جزئيات وروسته خپريږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته